د پکتیکا ولایت په مرکز، ښرنه، کې د یوه پانګهوال له لوري د ۴۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت د پلاستیکي پایپونو د تولید کارخونه جوړه شوې ده. د یادې کارخونې مسوولین، وایي چې له نیم اینچ څخه تر پنځو اینچو پورې اته ډوله پلاستیکي پایپونه تولیدوي. د مسوولینو په خبره د دې ولایت نږدې ۸۰ سلنه اړتیاوې پوره کولی شي. د کارخونې مسوول وایي، اوس مهال په دې کارخونه کې ۱۰ تنه په کار بوخت دي، خو زیاتوي چې پلان لري، د ۲۴ ساعته برېښنا پر برابرولو سره خپل تولیدات نور هم زیات کړي.






























