نړیوال سمندري سازمان ویلي، چې د ایران او امریکا–اسراییلو ترمنځ د جګړې له پیل راهیسې د هرمز په تنګي کې زرګونه سمندري کارکوونکي بند پاتې دي. د راپور له مخې، شاوخوا دوه زره بېړیو کې له شلو زرو زیات کسان ایسار دي چې د تېلو، ګازو، سوداګریزو توکو او سیلانیانو لېږد پکې شامل دی. دغه سازمان زیاتوي، د جګړې له پیل راهیسې پر بېړیو لږ تر لږه ۱۹ بریدونه شوي چې له امله یې لس تنه وژل شوي او اته نور ټپیان دي. نړیوال سمندري سازمان له ښکېلو لورو غوښتي چې د سمندري کارکوونکو د خوندیتوب لپاره دې بریدونه راکم او د خوندي تګ راتګ زمینه برابره کړي.






























