د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په تازه څرګندونو کې ویلي، چې د ایران پر ضد د پوځي بریدونو د بیا پیل احتمال شته. نوموړي د خبریالانو د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي: «دا امکان شته چې دا کار وشي.» ټرمپ د ایران د سویلي بندرونو د محاصرې په اړه هم ویلي: «دا یوه ډېره دوستانه محاصره ده.» هغه د ایران له لوري د جګړې د پای ته رسولو لپاره د وړاندې شوي ۱۴ مادهییز وړاندیز په اړه ویلي، چې د دې وړاندیز عمومي ځواب ورته رسېدلی، خو لا هم د دقیق متن ترلاسه کولو ته په تمه دی. ټرمپ همداراز ویلي، چې امریکا له جرمني څخه د زرګونو امریکايي سرتېرو د ایستلو ترڅنګ د خپلو پوځي ځواکونو د لا کمولو پلان هم لري. دا څرګندونې په داسې مهال کېږي چې د امریکا او ایران ترمنځ کړکېچ لا هم دوام لري.


































