د هرات ځايي چارواکي وایي، چې له دغه ولایت څخه عراق ته د ښځو او ماشومانو د جامو لومړنۍ صادراتي محموله د سیمهییزو مسوولینو، سوداګرو او صنعتکارانو په حضور کې ولېږدول شوه. د هرات د جامو تولیدوونکو اتحادیې رئیس، عزیزالله نورزي ویلي، د دغې صادراتي محمولې ارزښت شاوخوا سل زره امریکايي ډالرو ته رسېږي، چې په کې د ښځو او ماشومانو ۲۰ زره جوړې جامې شاملې دي. د نوموړي په وینا، یادې جامې د لوړ کیفیت لرونکو موادو او معیاري طرحو پر بنسټ تولید شوې دي او ټاکل شوې چې په راتلونکې یوه میاشت کې د عراق بازارونو ته د هرات د تولیداتو د صادراتو لپاره نور لوی تړونونه هم عملي شي.

































