په کابل کې د اروپايي ټولنې چارسمبالې ویرونیکا بوسکوویچ پوهار ویلي، اروپايي ټولنه د افغانانو د عزت، زغم او روښانه راتلونکې ملاتړ ته ژمنه ده. هغې د اروپا ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته د وینا پر مهال ټینګار کړی، چې د کارموندنې هر فرصت، د ماشومانو زدهکړه او له کورنیو سره هر ډول مرسته د افغانستان د تلپاتې ثبات او سولې لپاره مهمه پانګونه بلل کېږي. د نوموړې په وینا، اروپايي ټولنه هڅه کوي د بشري او پرمختیايي همکاریو له لارې د افغانانو ملاتړ ته دوام ورکړي.

































