د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویلي چې د هلمند په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې ۴۱ شنې خونې بزګرانو ته سپارل شوې دي. د یاد وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه شنې خونې د څاڅکي اوبو لګولو له سیستم سره سمبالې دي. کرنې وزارت ویلي، چې دا شنې خونې هغو بزګرانو ته ورکړل شوي چې د کوکنارو له کرکېلې یې لاس اخیستی.
































