د سيبياېس نیوز د راپور له مخې، په ټوله امریکا کې د تیلو منځنۍ بیه تېره ورځ د هر ګیلن لپاره ۴.۵۴ ډالرو ته رسېدلې، چې د ۲۰۲۲ کال له اوړي راهیسې تر ټولو لوړه کچه بلل کېږي. راپور وایي، د عادي بنزینو بیه د روان کال د مارچ له نهمې نېټې راهیسې شاوخوا ۵۲ سلنه لوړه شوې، چې د هر ګیلن په حساب نږدې ۱.۵۶ ډالره زیاتوالی ښيي. د راپور له مخې، په منځني ختیځ کې د تیلو د جریان ګډوډي او د انرژۍ بازارونو بېثباتي د دغو بیو د لوړوالي اساسي لاملونه بلل شوي دي. سيبياېس نیوز زیاتوي، چې د ۲۰۲۲ کال په اوړي کې د کووېډ-۱۹ وبا پر مهال د انفلاسیون د زیاتوالي له امله د بنزینو بیه تر ۵.۰۲ ډالرو په هر ګیلن پورې رسېدلې وه. د راپور پر بنسټ، که څه هم د چهارشنبې په ورځ د نړیوالو تیلو بیې د امریکا او ایران ترمنځ د احتمالي هوکړې د هیلو له امله یو څه راکمې شوې، خو د پمپونو پر سر د بنزینو بیې لا هم لوړې پاتې دي.































