د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په بلخ کې د انجې سوداګرو له استازو سره کتلي او د صادراتو د وضعیت په اړه یې خبرې کړې دي. سوداګرو د انجې د بیې د ټیټېدو او د صادراتو د کمېدو له ستونزې شکایت کړی او د منظم بهیر لپاره یې د ځانګړي میکانیزم غوښتنه کړې ده. دوی ویلي چې د انجې په صادراتو کې بېنظمي د کروندګرو او سوداګرو عواید اغېزمن کړي دي. د صنعت او سوداګرۍ وزیر د ستونزو تر اورېدو وروسته د کروندګرو او سوداګرو د ملاتړ ډاډ ورکړی دی. نوموړي د انجې د صادراتو د تنظیم او د ګډوډۍ د مخنیوي لپاره د وزارت پر همکارۍ ټینګار کړی دی.

































