د اریانا افغان هوايي شرکت ویلي، چې د کابل ـ ډیلي د کارګو مسیر د بیو په کمولو سره یې د هېواد د سوداګرۍ او صادراتو د ملاتړ لپاره نوی اقدام کړی دی. د نوي نرخ له مخې د هر کیلوګرام کارګو بیه ۱.۲۰ امریکایي ډالرو ته راټیټه شوې ده. د یاد شرکت په وینا، دا پرېکړه به افغان سوداګرو ته د صادراتو په برخه کې لا ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي. د اریانا افغان هوايي شرکت رییس ملا بختالرحمن شرافت ویلي چې دا اقدام به د افغاني تولیداتو د صادراتو په زیاتوالي کې مهم رول ولري. دغه شرکت ټینګار کړی چې دا ګام د هېواد د اقتصادي ودې او د خصوصي سکټور د پیاوړتیا لپاره مهم بلل کېږي.

































