د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت خبر ورکړی، چې د ا.ا یوه لوړپوړي پلاوي ترکمنستان ته سفر کړی دی. د سرچینې د مالوماتو له مخې افغان پلاوي د ترکمنستان د بهرنیو چارو له وزیر رشید مردوف، د کانونو او کرنې وزارت له چارواکو، د ترکمنګاز شرکت له مسوولینو او د دغه هېواد له یو شمېر نورو چارواکو سره کتلي دي. په دغو کتنو کې دواړو لوریو د ټاپي پروژې د تطبیق پر څرنګوالي، په افغانستان کې د پروژې پر مسیر د ځمکو د استملاک، د صادراتي ګازو د بیې او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه خبرې کړې دي. افغان پلاوي د ترکمنګاز له تولیدي تاسیساتو او د ترکمنباشي بندر په ګډون د قزاقستان او ترکمنستان پر پوله له یو شمېر بندرونو څخه هم لیدنه کړې ده.































