شنبه, جون 6, 2026
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
    ازبکستان: د افغان -ټرانس دهلېز د امکان سنجۍ چارې چټکې شوي

    ایران کې د ترافیکي پېښې له امله شپږ تنه افغانان مړه شوي

    خوست کې له ۱۳۵۵ مستحقو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

    یو اېن ډي پي: بامیان د بیارغونې او ځان بسیاینې مهمه بېلګه ده

    چینايي شرکتونه؛ د برېښنا تجهیزاتو او تخنیکي روزنو په برخه کې پانګونې ته لېواله دي

    یونیسف: پکتیا او دایکندي کې ۶۷۸ زره کسانو ته روغتیايي او د اوبو خدمات رسوو

    اروپايي ټولنې؛ له افغان سېلاب‌ځپلو سره ۵۰ زره یورو مرسته اعلان کړې

    اروپایي ټولنې؛ د لغمان د خونړۍ ترافيکي پېښې له قربانیانو سره خواخوږي څرګنده کړې

    یونیسف: په افغانستان کې به ۱۰ زره کورنیو ته د ماشوم پالنې روزنه ورکړل شي

  • سیمه
    پزشکیان: امریکا سره خبرو کې له خپلو اصولو نه تیریږو

    کوټه کې د چاودنې له امله ۲۴ کسان وژل شوي

    پاکستان کې بهرنۍ پانګونه ۳۱ سلنه کمه شوې ده

    باجوړ کې ۱۵ پاکستاني پولیس وژل شوي

    باجوړ کې ۱۵ پاکستاني پولیس وژل شوي

    راپورونه: د پاکستان پورونه د ریکارډ لوړې کچې ته رسېدلي

    عراقچي؛ د بریکس د بهرنیو چارو وزیرانو غونډې لپاره نوي ډیلي ته تللی

    سعودي عربستان د ایران پر خاوره نا اعلان شوي هوايي بریدونه کړي

    هاکان فیدان؛ د ایران جګړې په اړه د خبرو اترو لپاره قطر ته ځي

    بلوچستان کې د پراخې اورلګېدنې له امله ۴۵ کسان ټپيان شوي

  • نړۍ
    عراقچي: ایران د اوربند د سرغړونو پر وړاندې دفاعي اقدام کوي

    پيکس: د مې میاشت کې د پاکستان امنیتي وضعیت یو ځل بیا خراب شوی

    محسن رضايي: د لبنان په سویل کې د اسراییلو د عملیاتو پر پراختیا اندېښنه ښودلې

    ټرمپ: له ایران سره احتمالي هوکړه د اټومي مسایلو په اړه روښانه مادې لري

    رویټرز: ایران او امریکا د اوربند د غځولو او اټومي خبرو پر پیل سلا مشورې کوي

    سېف د چلډرن: ۱۵۳ میلیونه ماشومان د خوړو له کمښت سره مخ دي

    ټرمپ: که له ایران سره هوکړه ونه شي، پوځي اقدام هم ممکن دی

    د نړیوالو خامو تېلو بیې د دوو اوونیو تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلې

    مارکو روبیو: امریکا نه غواړي ایران اټومي وسلو ته لاسرسی ولري

  • اقتصاد

    ترکمنستان؛ د قالینو په ملي جشن کې افغاني غالۍ نندارې ته وړاندې شوې

    هلمند کې د پنبې دانې د غوړیو تولید پراخ شوی دی

    له منځنۍ اسیا سره د افغانستان سوداګري له ۱.۲ میلیارد ډالرو اوښتې

    ازبکستان افغانستان ته ۳۲۰ ټنه بشري مرستې را لېږلې دي

    د تدارکاتو کمېسیون د ۴.۲ میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۵ پروژې منظورې کړې

    تهران کې؛ افغان او ایراني چارواکو د رېل پټلۍ او سوداګرۍ پر پراختیا خبرې کړې

    د ابوعلي سینا بلخي دویم نندارتون پای ته ورسېد

  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • ژوند او روغتیا
  • نړیوال خبرونه
  • معلوماتي خپرونې
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
    • کتاب
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result

د فشار سیاست ناکام شو؛ افغانستان د اقتصادي خپلواکۍ پر لور روان دی

Spogmai Radio by Spogmai Radio
دسمبر 16, 2025
in تبصرې
0 0
0
د فشار سیاست ناکام شو؛ افغانستان د اقتصادي خپلواکۍ پر لور روان دی
0
شریک شوی
0
لیدونکي
Share on FacebookShare on Twitter

له اوږدې مودې راهیسې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه نږدې په بشپړ ډول درېدلې ده. دا درېدنه که څه هم په ظاهره د دواړو لورو لپاره ستونزې رامنځته کولای شوې، خو عملي پایلو وښودله چې زیان تر ډېره د هغه لوري په برخه شو چې د فشار او امتیاز اخیستنې سیاست یې غوره کړی و. پاکستان تمه لرله چې د ترانزیټي لارو تړل، د سوداګرۍ محدودول او پر افغانستان اقتصادي فشار به افغان بازارونه فلج کړي، د خلکو ژوند به له ستونزو سره مخ شي او افغان حکومت به مجبوره شي د اسلام‌اباد غوښتنو ته غاړه کېږدي، خو دا محاسبه له پیل څخه ناسمه وه.
افغانستان، سره له دې چې یو وارداتي هېواد بلل کېږي، وښوده چې کولی شي په سختو شرایطو کې بدیلې لارې پیدا کړي، د ګاونډیانو پر انحصار تکیه کمه کړي او خپلې اقتصادي بنسټیزې موخې له سره تنظیم کړي. د پاکستان د بندیزونو او محدودیتونو پر وړاندې، افغان سوداګرو نوې لارې پرانېستلې، سوداګریز تمرکز یې منځنۍ اسیا، ایران، چین او نورو بازارونو ته واړاوه، او حکومت هم دې ته متوجه شو چې اقتصادي بقا یوازې له یوه ګاونډي سره په تړاو کې نه ده.
پاکستان ګومان کاوه چې د افغانستان اقتصاد به له همدې لارې مات کړي، خو پایله برعکس شوه. افغان بازارونه سقوط نه شول، اسعارو ثبات وساته، واردات او صادرات د بدیلو لارو له لارې روان شول، او تر ټولو مهمه دا چې افغانستان د ځان بسیاینې، اقتصادي تنوع او سیمه‌ییزو بدیلو همکاریو په ارزښت ښه پوه شو. په مقابل کې، پاکستان خپل لوی بازار له لاسه ورکړ، صادرونکي یې زیانمن شول، د ترانزیټ عایدات راکم شول او هغه فشار چې تمه یې کېده د افغانستان پر اقتصاد واوړي، بېرته د پاکستان پر اقتصاد تمام شو.
همدا تجربه دا حقیقت لا روښانه کوي چې د فشار سیاست نه یوازې ناکام دی، بلکې د فشار اچوونکي لپاره هم اوږدمهاله زیانونه لري. افغانستان اوس باید له احساساتي یا شتاب‌زده پرېکړو څخه ډډه وکړي. دا حالت، چې افغانستان پکې له نسبي اقتصادي ثبات سره مخ دی او پر خپلو بنسټیزو اقتصادي موخو تمرکز کوي، باید وساتل شي. له پاکستان سره د لارو تړل یوازې یو موقتي اقدام نه، بلکې د دې پیغام رسونه ده چې افغانستان نور د سیاسي فشارونو تر سیوري لاندې سوداګرۍ ته تیار نه دی.
که د وخت په تېرېدو سره د پاکستان له لوري د لارو د بیا پرانېستلو غوښتنه کېږي، افغان حکومت ته په کار ده چې دا موضوع د تېر په څېر ساده او بې‌قیده ونه ګڼي. لارې باید هغه وخت خلاصې شي چې روښانه، عادلانه او عملي شرایط موجود وي. قوی تضمینونه، د سوداګرو د حقونو خوندیتوب، د سیاسي مداخلې مخنیوی او د ترانزیټي اصولو ته بشپړ درناوی باید د هر ډول نوي تفاهم بنسټ وي. پرته له دې، د پخوانیو تجربو تکرار به یوازې د وخت ضایع کول وي.
افغانستان اوس په داسې پړاو کې دی چې کولی شي د سوداګرۍ په برخه کې له خپلې تجربې ګټه واخلي. دا تجربو ثابته کړه چې اقتصادي استقلال یوازې شعار نه، بلکې عملي امکان دی. هغه هېواد چې کلونه یې د یوه ګاونډي له لارې د د اقتصاد او سوداګری تنفس کاوه، اوس وښودله چې د بدیلونو جوړول، د نوو دهلېزونو کارول او د ملي ګټو پر بنسټ پرېکړې کول شوني دي. همدا دریځ باید د افغان حکومت د راتلونکو پالیسیو محور وي.
پاکستان ته هم دا پیغام باید روښانه وي چې افغانستان نور د فشار منلو پخوانی هېواد نه دی. سوداګري باید د متقابل احترام، ګټې او ثبات پر بنسټ ولاړه وي، نه د بندیز، ګواښ او سیاسي اجنډاو پر اساس. که دا درک رامنځته شي، دواړه هېوادونه کولای شي له سالمو اقتصادي اړیکو ګټه واخلي، خو که زاړه سیاستونه دوام وکړي، افغانستان باید پر خپلو بدیلو لارو ولاړ پاتې شي.
په ټوله کې، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ درېدنه یوه مهمه ازموینه وه؛ ازموینه چې افغانستان پکې بریالی راووت. اوس د افغان حکومت مسؤلیت دی چې دا بریا د اوږدمهاله اقتصادي سیاست په بدلون بدله کړي، له بې‌قیده امتیاز ورکولو ډډه وکړي، او هره راتلونکې سوداګریزه دروازه یوازې هغه وخت پرانیزي چې د افغانستان ملي ګټې پکې خوندي وي. دا نه د تقابل سیاست دی او نه د انزوا، بلکې د عقل، تجربې او اقتصادي خپلواکۍ لاره ده.

ShareTweet
Spogmai Radio

Spogmai Radio

  • amg
  • Home 1
  • Home 2
  • Privacy Policy
  • Privacy Policy
  • Sample Page
  • Sample Page
  • الرئيسية
  • الصفحة الرئيسية 2
  • الصفحة الرئيسية 3
  • الصفحة الرئيسية 4
  • الصفحة الرئيسية 5
  • زموږ سره اړیکه
  • کورپاڼه
Call us: +1 234 JEG THEME

Designed and Developed By Icode © 2020 SpogmaiRadio. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In