د اسلاماباد پر یوه جومات وروستی خونړی برید، چې لسګونو کسانو ته یې مرګژوبله واړوله، یوازې یوه ترهګریزه پېښه نه وه؛ بلکې دا د کلونو راهیسې د سیمهییزو امنیتي لوبو، استخباراتي محاسبو او د افراطي ډلو د ابزاري کارونې یوه خطرناکه پایله ده. د داعش له لوري د برید مسئولیت منل او د بریدګر د هویت خپرېدل، دا پېښه له یوه عادي امنیتي بحران څخه د ستراتیژیکو پوښتنو تر کچې ورسوله.
تر برید څو ساعته وروسته د پاکستان امنیتي ادارو چټک عملیات پيل کړل. دا بیړنی غبرګون په خپله دا پوښتنه راولاړوي چې ولې ورته شبکې د تېرو څوکلونو په اوږدو کې ونه ځپل شوې، خو د پلازمېنې تر برید وروسته سمدستي تعقیب شوې؟ ایا ستونزه د ظرفیت نشتوالی و، که د ارادې؟
په داسې حال کې چې د برید طراحان او غړي ټول پاکستانیان بلل شوي، بیا هم ځینو چارواکو هڅه وکړه چې پېښه له افغانستان سره وتړي. دا تګلاره نوې نه ده؛ هر کله چې امنیتي خلا رامنځته شوې ده، د پړې ګوته بهر ته نیول شوې ده. خو حقیقت دا دی چې ترهګري هغه مهال مهارېږي چې سرچینې یې په صراحت وپېژندل شي، نه دا چې سیاسي مصلحتونه پرې پرده واچوي.
په سیمه کې د تېرو لسیزو تجربې ښودلې چې له افراطي ډلو څخه د ستراتیژیکو موخو لپاره استفاده، که څه هم لنډمهاله امتیازات لري، خو په اوږد مهال کې بېرته د هماغه دولت پر ضد راګرځي. هغه اور چې د سیاسي محاسبې لپاره بلېږي، ډېر ژر له کنټروله وځي.
اسلاماباد د پاکستان د ثبات، پانګونې او امنیت سمبول بلل کېږي. پر همدې ښار برید، د رسمي روایت او میداني واقعیت ترمنځ واټن بربنډ کړ. نړیواله ټولنه او پانګوال یوازې پر بیانیو نه، بلکې پر امنیتي واقعیتونو قضاوت کوي. که پلازمېنه خوندي نه وي، د امنیت دعوه کمزورې کېږي.
له ترهګرو ډلو سره هر ډول پټه لوبه، که د فشار وسیله وي یا د نفوذ ابزار، په پای کې د ناامنۍ بڼه خپلوي. د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه باید انتخابي نه، بلکې اصولي او شفافه وي. د سیمې د ثبات لپاره اړینه ده چې د تورونو پر ځای د ترهګریز ډلو د جرړو او رېښو په له منځه وړلو تمرکز وشي. د اسلاماباد برید یو ځل بیا دا حقیقت ښکاره کړ، چې ترهګري پوله نه پېژني او د کنټرول وړ وسیله نه ده. که نن د ستراتیژۍ برخه وګڼل شي، سبا د بحران په بڼه راڅرګندېږي.
پاکستان که غواړي له دې دورې ووځي، باید د استخباراتي استفادې پر ځای د صادقانه او بېتفکیکه مبارزې لاره خپله کړي. ځکه تاریخ ښيي چې له اور سره لوبه، بالاخره د ځان د سوځېدو لامل کېږي.
































