د کابل ښاروالۍ استازی نعمتالله بارکزی ويلي، چې د کابل ښار حضوري چمن سيمه کې د نجات څلي پخوانۍ بڼه د کورنيو جګړو پر مهال له منځه تللې وه، خو اوسنی جوړښت يې شاوخوا نهه کاله وړاندې بېرته رغول شوی و. بارکزي زياته کړې، کابل ښاروالي په ياده سيمه کې د هوايي پل د جوړېدو پروژه پيل کړې او پلان لري، چې د همدې پل پر سر د «نجات څلي» نوی جوړښت هم رامنځته کړي، څو تاريخي نوم او هويت يې خوندي پاتې شي. نوموړي ټينګار کړی، کابل ښاروالي د تاريخي اثارو او ملي ارزښتونو ساتنې ته ژمنه ده او ټول افغانان هم غواړي چې دې برخې ته لا زیات پام وشي.































