د چين د دولت رئیس شي جين پينګ مېرمن پنګ لي يوان د مې د ۲۵مې نېټې په ماسپښين د سربيا د ولسمشر الېکسندر وچيچي له مېرمنې تمارا وچیچي سره يو ځای د بېجينګ د نڅا له پوهنځي څخه ليدنه کړې ده.
دواړو لومړيو مېرمنو په پوهنځي کې د نڅا له موزیم څخه لیدنه کړې او د چين د نڅا د تاريخ په اړه یې معلومات ترلاسه کړي دي.

پنګ لي يوان ويلي، نڅا او هنر پولې نه پېژني او په هر لوري دودونه او نظرونه خپروي او په کلتوري تبادلو او متقابلو زده کړو کې ځانګړی رول لري.
هغې هيله څرګنده کړې، چې چيني او سربیايي هنرمندان به د نورو غوره کارونو د رامنځته کولو لپاره خپلمنځي تبادلې او همکارۍ پياوړې کړي.

تمارا وچیچي د پنګ لي يوان له بلنې او ترتيباتو څخه مننه کړې او لېوالتيا يې ښودلې، چې د سربيا او چين ترمنځ د کلتور او هنر تبادلې ته وده ورکړي او د دوستۍ د ژورتيا لپاره یې خدمتونه وکړي.


































