په روان ۲۰۲۶م کال کې، د چين د ازادې سوداګرۍ ازمويښتي سيمو په جوړښت کې پر له پسې پرمختګ راغلی، د ميکانيزم د نوښت او د ورخلاصون د پياوړتيا په برخو کې يې هڅې شوي او د پرانيستي اقتصاد کيفيت او د پرمختګ ځواک يې لوړ شوی دی.
د چين د سوداګرۍ وزارت تازه شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې د روان کال په تېرو ۴ مياشتو کې د دغه هېواد د ازادې سوداګرۍ په ازمايښتي سيمو کې د بهرنۍ پانګونې د کارولو او د بهرنۍ سوداګرۍ د وارداتو او صادراتو عمومي اندازه د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۳۰ سلنه زياته شوې او نوی تاريخي ريکارډ یې جوړ کړی دی.
































