د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي او دولت رئيس شي جين پينګ به د جون له ۸مې نېټې څخه تر ۹مې نېټې پورې د کوريا ډيموکراتيک ولسي جمهوريت څخه رسمي ليدنه وکړي.
د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د نړيوالو چارو ادارې وياند د جون په ۵مې نېټې رسنيو ته ويلي، چې رئیس شي جين پينګ به د کوريا د ډيموکراتيک ولسي جمهوريت د کارګرو ګوند د عمومي منشي او د دولتي شورا د رئيس کيم جونګ اون په بلنه دغه هېواد ته په رسمي سفر ولاړ شي.
































