ژان ماري ګوستاو لوکلزیو مشهور فرانسوی لیکوال دی چې په ۲۰۰۸ کال کې یې د نوبل جایزه ګټلې ده. هغه د غوره لیکنو، کیسو او ناولونو د لیکلو له امله مشهور دی. له تنکۍ ځوانۍ یې لیکوالي پیل کړه او د ۲۳ کلونو و چې خپل لومړنی ناول یې خپور کړ. په همدې کال کې یې ناول دومره له تاوده هرکلي سره مخ شو، چې د پرېکس رېنودوت جایزه یې هم وګټله. ژان ماري په ۱۹۴۰ کال کې د فرانسې په جنوب کې په یوه بندري ښار نیس کې زیږېدلی دی، خو لیکنې او ادبي پنځونې یې له دې ښار او فرانسې وتلې په ټوله نړۍ کې مشهورې دي.
ژان ماري ګوستاو لوکلزیو په ۱۹۴۰ کال کې د فرانسې په جنوبي ښار نیس کې زیږېدلی دی. کورنۍ یې ان په اتلسمه پېړۍ کې له موریس جزیرې دې سیمې ته کډه شوې وه. لومړنۍ زده کړې یې په همدې ښار کې وکړې او بیا یې په همدې نېس ښار کې پوهنتون ولوست. په ۱۹۶۳ کال کې لا دې درویشتو کالو و، چې خپل لومړنی ناول یې د (Le Proces Verbal) په فرانسوي ژبه خپور کړ. په همدې کال کې یې دغه کتاب مشهوره ادبي جایزه هم وګټله. ناول یې د نقادانو او لوستونکو له خورا تاوده هرکلي سره مخ شو او ده ته یې د لا ډېرو لیکلو او خپرولو زمینه برابره کړه.
پلار یې انګلیس او مور یې فرانسوۍ وه. ویل کېږي چې د ژوند لومړي کلونه یې په انګلستان کې تېر شوي دي. غوښتل یې په انګلیسي ژبه لیکل تجربه کړي، خو په تنکۍ ځوانۍ کې یې خپل لومړنی اثر په فرانسوي ژبه خپور کړ. دی وايي، فرانسوي ژبې دا مرسته ورسره وکړه چې پخوانی فرهنګ ولولي، له لرغوني فرهنګ سره اشنا شي او له خپل فرانسوي فرهنګ سره ځان ورته تر نورو یو څه بېل ښکاره شي. وروسته ډېر سفرونه، ټولنې ته دې ده لیدلوری او نور موارد د دې سبب شول چې له فرانسې یو څه واټن پیدا کړي. مدیترانهیي هویت یې ځان ته خپل کړ، خو وروسته وروسته له صنعتي ټولنې او نړۍ د ده کرکه د دې سبب شوه چې مدیترانهیي هویت یې هم کمرنګه شي. هغه له صنعت او ظالمانه صنعتي پرمختګ کرکه لري او هغه د بشریت لپاره د ستونزو زېږوونکی بولي. دی پخپله په یوه مرکه کې وایي: «زه په جزیره کې ژوند کوم، باروړونکې بېړۍ وینم چې یوه او بله خوا ځي. داسې نه ده چې زه به یوازې د یوه ښار وم، یا د یوه کلي یم، یا داسې چې د هېڅ ښار او کلي به نه وم، زه د هر کلي او هر ښار یم، فرانسه مې یوازې د اوسېدو ځای دی».
د ۱۹۶۵ او ۱۹۷۵ کلونو تر منځ دوې مسئلې د لیکوالانو د تمرکز وړ وي: یو ژبه او بل ماده. دوی به ویل، یوازې هغه مفکوره او ایډیا موجوده ده چې هغه ولیکل شي او یا بیان کړل شي. په دې مانا کومه مفکوره چې لیکل شوې نه وي، هغه شته هم نه. دوی به ویل، حسونه او احساسات کولی شي موږ تېر باسي، نو یوازې په شته مفکورو باید باور وشي. دوی په دې باور وو چې کلمات شفاف دي او د چارو په درک کولو کې له انسان سره مرسته کولی شي. په لومړي سر کې ژبني بیان د نړۍ واقعیتونو ته لاسرسی اسانه کاوه، د دې تر څنګ یې بیا غربي فلسفه او ژبه واقعیتونو ته د لاسرسي تر ټولو ښه لار ګڼله. نو ځکه انسان کله کله د پېچلو مسایلو په حل کې له ستونزو سره مخ کېږي، ځکه هغه مهال یوازې غربي فلسفه او ژبه د حل کیلي بلل کېده. لوکلزیو ژبه پرېښوده او له دې بار یې اوږې سپکې کړې. ده ماده راټینګه کړه او له هغه سره یې د حقیقي اړیکو په تړاو بحثونه وکړل. همدا لامل دی چې دې ده د کیسو ډېری کرکټرونه چوپ دي. تر ډېره یوازې عمل تر سره کوي او خبرې ډېرې کمې کوي. ان اصلي کرکټرونه یې هم تر ډېره چوپ وي، ان په یوه ناول کې یې د کیسې اصلي کرکټر بیخي د انسانانو په ژبه نه پوهېږي. لوکلزیو دا نه وايي چې هغه خبرې نه شي کولی، یا له خبرې کولو سره نابلده دی، خو وايي دا ژبه یې نه ده زده، د ځینو خلکو په خبرو نه پوهېږي. هغه داسې شخص دی چې تر ژبې او خبرو ډېر له طبعیت او مادې سره سروکار لري او ان کله کله مابعدالطبیعي حالت هم خپلوي.
لوکلزیو د پانامه له سورپوستو سره تر ناستې ولاړې هم دا خبره درک کړه چې دوی د ژبې او خبرو دومره پروا نه ساتي، خو دا یې هیاجاني کوي چې څنګه د چلند او عمل له لارې حقایق وپېژني او له نړۍ سره تر دې ډېر ځان بلد حس کړي. همدا د یوه لیکوال رسالت دی. همدا چې پر لوستونکي جادو وکړي، انسان ته دا اسانه کړي چې د ځینو نښو نښانو له لارې واقعیتونه وویني. دوی په کلماتو نړۍ مطالعه کوي، دوی د کلماتو له لارې کولی شي واقعیت وویني، نړۍ وویني او طبعیت وویني. لوکلزیو وایي، د یوه لیکوال دنده دا ده، چې خپلې داخلي او بهرنۍ تجربې د قلم په واسطه خوندي کړي. هغه په حقیقت کې د زلزلې د ثبت د ماشین په توګه دنده تر سره کوي، په دې توګه هغه د داسې څه په لټه کې دی چې انسان طبعیت ښوروي او په انساني ژوند کې اغېز لرلی شي.
لوکلزیو له ۱۹۶۷ کال تر ۱۹۷۰ کال پورې د پانامه ځنګلونو ته لاړ او هلته یې د امبرا د سور پوستو له یوې قبیلې سره وخت تېر کړ. د سور پوستو له فرهنګ سره د ده مینه له ډېرو اثارو لیدلی شو. له ۱۹۷۰ وروسته نیو میکزیک ته لاړ او د دې ایالت په پوهنتون کې یې د ادبیاتو دوکتورا واخیسته. همدلته یې د سور پوستو د اسطورو او فولکلور په ژباړه او پلټنه لاس پورې کړ. لوکلزیو په ۱۹۸۷ کال کې د موندو او نورې کیسې (Mondo et autres histoires) کتاب خپور کړ او په ۱۹۹۶ کال کې بېرته خپل اصلي ټاټوبي ته راستون شو.
د بیابان یا دښتې ناول هم د لوکلزیو یو بل مشهور اثر دی. دې اثر یې د پل موران مشهوره ادبي جایزه ګټلې ده. لوکلزیو دمګړۍ په فرانسه کې د هغو لیکوالانو له ډلې دی، چې اثار یې تر ټولو ډېر پلورل کېږي او مینه وال یې ډېر دي. ده په ۲۰۰۸ کال کې د نوبل د ادبیاتو جایزه وګټله، چې له دې سره یې شهرت نور هم ډېر شو. وروسته له دې نه یوازې په فرانسه، بلکې په اروپا، امریکا او ځینو اسیایي هېوادونو کې هم د لوکلزیو نوم مشهور شو او اثارو یې لوستونکي پیدا کړل. ډېری لیکوالان وایي چې له ماشومتوبه یې له لیکوالۍ سره سرو کار نه و، خو جان ماري بیا د ډېرو لیکوالانو پر خلاف له ماشومتوبه له لیکوالۍ سره مینه لرله. داسې ښکارېده لکه لیکوالي یې چې له ماشومتوبه په خټه کې وي. له اوه کلنۍ یې لیکوالي پيل کړه. لومړنۍ لیکنه یې د سمندر په اړه یو کتاب و. دې بهیر ادامه پیدا کړه تر دې چې په ۲۳ کلنۍ کې یانې په ۱۹۶۳ کال کې یې خپل لومړنی اثر وړاندې کړ او په نړیواله کچه مشهور شو. مخکې مو هم یادونه وکړه چې کتاب تر چاپ وروسته د رنودو جایزه وګټله. د دې جایزې ګټل د دې سبب شول چې د ځوان جان ماري نوم د ګنکور جایزې د ګټونکو په لېست کې هم راشي.
نقادان په دې باور دي چې ژان ماري ګوستاو لوکلزیو په حقیقت کې یو مبتکر او قانون ماتوونکی دی. دی داسې کس دی چې خپله پښه د قانون او حدودو له پولو اړوي. لیکنې یې کاملاً خلاقانه او ښکلې دي. د هغه د شهرت ستر لامل هم همدا خلاقیت او د قوانینو ماتونه ده. دی تل هڅه کوي چې د اوبو د مسیر پر خلاف لامبو وکړي، خو ډېر وخت دغه لامبو ورته خطرناکه تمامه شوې ده. همدا لامل و چې په ۷۰یمه میلادي پېړۍ کې یې خپل سبک او لیک لوری په بشپړه توګه بدل کړي. له دې وروسته یې ناولونه ناراحت کوونکي، له دردونو ډک او له عذاب مالمال نه وو. ده پرېکړه وکړه چې له لا ډېر احساس ډک ناولونه ولیکي څو په دې توګه لا ډېر لوستونکي خپل کړي. ډېری لیکوالان په دې باور دي چې د جان ماري دا کار او د مسیر بدلول تېروتنه نه وه، بلکې هغه باید خپل سبک ته ادامه ورکړې وای. منتقدان وايي چې باید خپل اصلي سبک په لیکوالۍ کې تر پایه وساتل شي. بلخوا بیا ډېر لیکوالان په دې باور دي چې هغه د مخاطبانو لپاره لیکل کوي، نو باید د دوی خبرو ته درناوی ولري او د دوی خبرې واوري. له دې ټولو سره سره جان ماري ګوستاو لو کلزیو یو پیاوړی لیکوال دی. د هغه بیابان نومي ناول هم ډېرې جایزې ګټلې دي. د فرانسې د ادبیاتو اکاډمي ورته په درنه سترګه ګوري او هغه د فرانسې په تاریخ کې یو له مهمو او پیاوړو لیکوالانو بولي. د دې تر څنګ په ۱۹۹۴ کال کې په فرانسه کې د یوې معتبرې ادبي مجلې له لوري یوه نظرپوښتنه وشوه، په دې نظر پوښتنه کې ډېری فرانسویانو ویلي وو چې جان ماري د فرانسې د ادبیاتو په تاریخ کې یو له تر ټولو پیاوړو او سترو لیکوالانو دی. د نقادانو په باور دا یو ستر ویاړ دی چې ډېر کم کسان به یې تر لاسه کړي، ځکه فرانسه له لسیزو راهیسې په ادبیاتو، ادبي بحثونو او ادبي تولیداتو کې خورا ستر نوم دی.
جان ماریو ډېر اثار لیکلي دي چې ځینو ته یې لنډه کتنه کوو. تر ټولو مشهور کتاب یې د سرو زرو پلټونکی نومېږي. دا کتاب د دې ځوان لیکوال له تر ټولو مشهور او له عواطفو ډک اثر دی. ښکلې صحنې لري چې هېڅ وخت به مو هېرې نه شي. په دې کتاب کې د یوه انسان د ژوند وضعیت انځور شوی دی. د الکسیس په نامه یو ځوان په کلي کې له خپلې کورنۍ سره جنتي ژوند لري. هغه د فلکیاتو په اړه او همدا راز د بوټو په اړه خبرې او پلټنې کوي. یو وخت د ورک شوي او پخواني خښ شوي ګنج یا سرو زرو په پیدا کولو پسې وځي. له دې وروسته یې ژوند جنجالي کېږي او له لارو ګودرو تر تېرېدو وروسته د لومړۍ نړیوالې جګړې ډګر ته رسېږي. ښکلی نثر لري، شعر ته په ورته نثر یا موزون نثر لیکل شوی دی. لوستونکی یې له لوستلو خوند اخلي او په زړه پورې صحني او پېښې یې دی له ځان سره بیايي.
تر ټولو مهم اثر یې بیا بیابان یا بېدیا نومېږي. د سویډن د ادبیاتو اکاډمۍ د دغه کتاب له امله په ځلونو د جان ماریو ستاینه کړې ده. د دې کتاب موضوع یې ډېره خوندوره او مهمه بللې ده. دا ناول لومړی ځل په ۱۹۸۰ کال کې چاپ شو. په دې کتاب کې دوه بېل داستاني موضوعات مخ ته وړل کېږي. په دې کتاب کې د یوه ځوان هلک او څو بدنامه جنګیالیو کیسه راغلې ده. جنګیالي د فرانسوي ځواکونو د حضور له امله له خپلې خاورې شړل شوي دي. دوی د یوه مشر او رهبر په لټه کې وي، تر دې چې له دې ځوان هلک مرسته غواړي. په دې ناول کې د لالا په نامه هم یو کس شته. دا د دې جنګیالیو لمسی وي. په ناول کې رهبرۍ ته د رسېدو، د مشر کېدلو، جګړو، مبارزو او یوې مینې جالبې صحنې راغلې دي. د نقادانو په باور دا ناول رښتیا هم په لوستلو ارزي.
په ۲۰۰۸ کال کې د ادبیاتو په برخه کې د نوبل بنسټ اعلان وکړ چې د دې کال د جایزې ګټونکی یې ګوستاو لو کلزیو دی. نوبل بنسټ وویل چې د هغه په ناولونو کې ناندرۍ او په احساساتو کې د لوستونکي ډوبول تر ټولو مهمې ځانګړنې دي. د کمېټې غړو وویل چې د ده اثارو په چاپېریال ساتنه کې خورا ډېر ارزښت لري. د نوبل بنسټ ویلي، لوکلزیو یو مبتکر او ځانګړی لیکوال دی. شاعرانه ناندرۍ جوړوي، احساسات لېږدوي، خپله پښه له انساني محدودو اړوي او د یوه نوي انساني تمدن د جوړېدو او رامنځ ته کېدو په لټه کې دی.