د رسنیو د راپورونو له مخې د ایران د پارلمان مشر او ددغه هېواد د اټومی انرژۍ مسوولینو ویلي چې دوی په تازه اقدام کې د شپېته سلنه یورانیمو د غني کولو لپاره اقدام کړی و او شپېته سلنه یورانیم یې غني کړي دي. تر دې وړاندې ایران یوازې د شل سلنه یورانیمو د غني کولو خبر ورکړی و، خو د شپېته سلنه یورانیمو غني کول ایران اټومي وسلو ته نږدې کوي. بلخوا ځينو غربي رسنیو ویلي چې د ایران دغه کار به د اروپا او امریکا سخت غبرګون وپاروي او پر دغه هېواد به اقتصادي او سیاسي فشارونه ډېر کړي.
































