وروسته تر هغه چې د امریکا ولسمشر په خپلو وروستیو څرګندونو کې د ترکیې له لوري په عثماني دوره کې د ارمنیانو وژنه، د هغوی نسل وژنه وبلله د ترکیې د ولسمشر ویاند ابراهیم کلین ویلي چې هېواد به یې په راتلونکو څو ورځو کې امریکا ته ځواب ورکړي. کلین زیاته کړې، ټاکل شوې ده د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د دوشنبې په ورځ پر دې مسله په کابینه کې خبرې اترې وکړي. تر دې مخکې د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي، د جو بایډن خبرې په سختو ټکو ردوي او وایي هیڅوک د دې حق او وړتیا نه لري چې ترکانو ته د هغوی په وینو د لیکل شوي تاریخ درس ورکړي.
































