د تاجکستان او قرغزستان ترمنځ پر پوله د بې مخینې جګړې له امله شاوخوا ۳۱ کسه وژل شوي او ۱۵۰ نور ټپیان دي. د راپورونو له مخې د تاجکستان او قرغستان ترمنځ د اوبو پر سر لانجه رامنځ ته شوې چې وروسته په وسله واله نښته اوښتې ده. دمګړی په سیمه کې اوربند تامین شوی دی، خو د قرغزستان له لوري خپاره شوي معلومات ښيي چې ددوی خوا ته ۳۱ کسان په دې جګړه کې وژل شوي دي. تاجکستان د خپلو وژل شوو کسانو ارقام نه دي خپاره کړي. دواړه هېوادونه له اوږدې مودې راهیسې پر پوله کشمکش لري چې وخت ناوخت د نښتو سبب کېږي، خو دا ډول تلفات بې مخینې ګڼل کېږي.
































