د ګېټ سټون انسټیټیوټ خپرونې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه د بایډن پرېکړه د جدي اندېښنې وړ بللې ده. د یادې خپرونې له لوري په خپرې شوې مقاله کې راغلي چې له قید او شرط پرته له افغانستان څخه د سرتېرو وتل د امریکا ملي امنیت ته ستر ګواښ دی. مقاله کې وړاندې راغلي چې یوازې تاریخ نه بلکې ټول امریکایي متحدین، خپل او پردي به د بایډن پر دې اقدام قضاوت وکړي. مقاله کاږي، د امریکا هغه متحدین چې په افغانستان کې یې په نظامي او اقتصادي برخو کې پانګونه کړې ده ټول یې واک ته د طالبانو له یو ځل بیا رسېدو او کورنیو جګړو اندېښنه لري. د مقالې وروستۍ برخه کې راغلي چې د افغانستان یوازې پرېښودل به په نړیواله کچه د امریکا موقف او باور له منځه یوسي.
































