په اکوادور کې په یوه زندان کې د نښتې له امله شاووا ۷۰ کسان وژل شوي دي. د راپورونو له مخې په وروستیو کې په اکوادور کې په زندانونو کې نښتې ډېرې شوې دي چې تر دې دمه شاوخوا سل کسه پکې وژل شوي. دغه نښته د اکوادور په تر ټولو ستر بندري ښار کې، په لیټورال زندان کې شوې ده.
نښته د جمعې په مازیګر پيل شوې او تر دې دمه یې دوام کړی چې له امله یې ټول ټال ۶۸ کسان وژل شوي. د پولیسو ځانګړې قطعې دمګړی په زندان کې دي او وايي چې له دې زندان یې ډېر چاودېدونکي توکي او وسلې تر لاسه کړې دي.
































