د روغتیا نړیوالې ادارې یو ځل بیا په افغانستان کې د روغتیايي وضعیت په اړه اندېښنه ښوودلې ده. د راپورونو له مخې د روغتیا نړیوالې ادارې مشر تدروس ادهانوم د عامې روغتیا له سرپرست وزیر قلندر عباد سره کتلي دي. په دې لیدنه کې د افغانستان د روان روغتیايي وضعیت او روغتونونو د حالت په اړه خبرې شوې دي.
ادهانوم ویلي چې وضعیت د تېرو میاشتو په پرتله نور هم خراب شوی دی او لامل یې دا دی چې د افغانستان روغتونونو ته مرستې نه رسېږي. د ادهانوم په خبره که پر وخت د افغانستان د بشري ناورین د مخنیوي لپاره هڅې و نه شي نو زرګونه افغانان به له ستونزو سره مخ شي.
هغه ټينګار کړی چې د روغتیا نړیواله اداره له افغانستان سره په روغتیايي برخه کې مرستو ته ادامه ورکوي، خو افغان حکومت دې هم د ښځینه وو په شمول ټولو روغتیايي کارکوونکو ته د کار او فعالیت زمینه برابره کړي. ویل کېږي چې ادهانوم په جینوا کې له قلندر عباد سره کتلي دي.
































