د راپورونو له مخې د هند حکومت تېره ورځ په نوي ډهلي کې د پاکستان د سفارت دوه ديپلوماتان د څو ساعتونو لپاره توقیف کړي وو او تر هغه وروسته یې خوشي کړي خو له هېواد یې د وتلو غوښتنه ترې کړې ده. د هند حکومت د پاکستان سفارت ته یو لیک هم سپارلی دی او په هغه کې یې ترې غوښتي چې یاد ديپلوماتان دې ژر تر ژره له هند ووځي او تر څنګ یې باید دا ډاډ هم موجود وي چې پاکستاني ديپلوماتان هند ته ضرر نه رسوي. پاکستان بیا پر دې پرېکړه غبرګون ښودلی او وایي چې ديپلوماتانو یې هېڅ وخت کوم غیر دیپلوماتک او غیر قانوني اقدام نه دی کړی.
































