د امریکا ولسمشر جوبایډن نیت نه لري چې په اوس وخت کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره خبرې وکړي. دا خبره د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت ویاند جان کربي پرون په یوه بیان کې وکړه او ویلي يې دي چې د دغو خبرو لپاره شرایط اوس برابر نه دي. هغه ویلي، پوتین تراوسه هېڅ نښه نه ده ښودلې چې هغه دې هر ډول خبرو ته د نوموړي لېوالتیا وښيي. بایډن وړمه ورځ له فرانسوي سیال ایمانویل مکرون سره په یوه ګډ خبري کنفرانس کې وویل چې دی لېواله دی د اوکراین د جګړې د پای ته رسېدو لپاره له پوتین سره خبرې وکړي، خو که هغه وغواړي چې دغه جګړه پای ته ورسوي.
































