ملګرو ملتونو په ترکیه کې د سختي زلزلې له اغېزمنو شويو سره د مرستې په موخه له غړيو هيوادونو څخه د يو ميليارد ډالرو مرستې د راټولو کمپاین پېل کړی دی. د ژغورنې عمليات په داسې حال کې نن هم روان دي، چې په ترکیه او سوريه کې د مړو شمير تر۴۲ زرو هم اوښتی دی. د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونيو ګوترېش ويلي چې په دې مالي مرسته به درې مياشتې ۵،۲ میليونه انسانانو ته بشري کومک ورسیږي. هغه ویلي چې دا پیسې به د خوړو د تضمين، سرپناه، زده کړو، پاکو اوبو او محافظت په برخه کې مرستندويه ټولنې ته د حياتې مرستې د کچې په چټکۍ د لوړولو موقع ورکړي.
































