پر اوکراین د روسیې تر برید وروسته د لومړي ځل لپاره د چین ولسمشر شي جین پینګ له خپل اوکرایني سیال سره ټلیفوني خبرې کړې دي. تر دې وړاندې د چین حکومت د اوکراین او روسیې د جګړې د پایته رسېدو لپاره د یوې طرحې خبر ورکړی و. د اوکراین ولسمشر ویلادیمیر زیلنسکي له خپل چنایي سیال سره خبرې ګټورې بللې دي. د راپورونو له مخې د چین ولسمشر په دغو ټلیفوني خبرو کې ویلي چې هېواد یې تل د اوکراین او روسیې تر منځ د سولې خبرو ملاتړ کوي او په وینایي، مذاکرات او ډیپلوماټیکې هڅې کولی شي د اوکراین جګړه پایته ورسوي. پر اوکراین د روسیې د برید تر یو کال ډېره موده کېږي، خو لاهم معلومه نه ده چې کله به دا نښته پایته رسېږي.
































