د هند د دفاع وزیر راجنات سېنګهـ د شانګهای همکاریو سازمان له غړیو هېوادونو غوښتنه کړې چې د “ترهګرۍ د لمنځه وړلو” لپاره په ګډه کار وکړي. د هند دفاع وزیر چې پرون يې په نوي ډیلي کې د شانګهای همکاریو سازمان د دفاع وزیرانو په غونډه کې خبرې کولې، زیاته کړې، له ترهګرۍ سره مرستهکوونکي باید حساب ورکړي او په هر ډول چې له ترهګرۍ ملاتړ کېږي، دا یو بشري ضد جنایت دی.
































