هاروکي موراکامي جاپانی لیکوال دی. هغه د ۱۹۴۹ز کال د جنورۍ په ۱۲مه په جاپان کې زیږېدلی دی. د هغه کتابونه په جاپان او ټوله نړۍ کې خپل مینه وال لري. دی تر ډېره کیسې او ناولونه لیکي، خو ځانګړی سبک لري چې همدې سبک دی په نړیواله کچه مشهور کړی دی. دی د نړۍ د هغو لیکوالانو په کتار کې دی چې کتابونه او ناولونه یې ډېر مینه وال او لوستونکي لري. د معلوماتو له مخې، اثار یې د نړۍ په پنځوسو ژبو ترجمه شوي دي. له جاپان بهر او په جاپان کې یې د کتابونو میلیونونه نسخې پلورل شوې دي.
د ده اثار تر ډېره د ژورو خیالونو ټولګه ده او د فانتیزي سبک مخکښ لیکوال دی. فانتیزي سبک په دې مانا چې له واقعي ژوند ور هاخوا تر ډېره خیالي او ماورايي ژوند پکې انځور شوی وي. له همدې امله یې د نړیوالو ادبیاتو د فانتیزي سبک جایزه هم ګټلې ده. موږ مخکې هم وویل چې موراکامي جاپانی لیکوال دی، خو همدا چې مشهوره کېږي، نو جاپان د هغه اثار د غیر جاپاني د خپرولو په تور ځپي او نیوکه ورباندې کوي. دوی باوري دي چې د موراکامي پر اثارو د ریموند چندلر، کرت وونه ګات او ریچارد براتیګان اغېز لیدل کېږي.
د ده داستانونه تر ډېره د باور برخلیک، سور ریالیستي باورونه او د یوازیتوب او بیګانګۍ رنګ لري. استیون پول له ګارډین ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي چې موراکامي د خپلو اثارو له امله د نړۍ په لویو او سترو لیکوالانو کې درېږي.
موراکامي د ۱۹۴۹ز کال د جنورۍ په ۱۲مه د جاپان په توکیو ښار کې زیږېدلی دی. دی د شلمې پېړۍ په منځ کې داسې مهال زیږېدلی چې نړۍ له جګړو راوتلې وه او د ودې لور ته روانه وه. د نړۍ ډېری هېوادونه او په تېره بیا غربي هېوادونه د ودې په حال کې وو. دی د خپلې کورنۍ یوازینی اولاد دی. پلار یې د بودايي کشیش زوی و او مور یې هم د یوه سوداګر لور وه. مور یې د اوزاکا اوسېدونکې وه، مور او پلار دواړو یې د جاپاني ادبیاتو تدریس کاوه.
سږ کال، تېر کال یا راتلونکی کال فرق نه کوي، خو هر کال د امریکا او برېټانیا د ډېرو پلورل شوو کتابونو لېست تغیر کوي. په دې کتار کې تل څو د مینې او انساني ژوند داستانونه په لومړي سر کې وي. په دې منځ کې څو نفره لا هم شته چې د دغو کتابونو جدول بدلوي. یو پکې موراکامي دی. هر دوه یا درې کاله وروسته راپیدا شي او د امریکا او برېټانیا د ډېرو پلورل شوو کتابونو کتارونه بدل کړي. داسې یو کس دی چې تر دېرش کلنۍ پورې یې یوه کرښه هم نه وه کښلې. داسې یو کس چې کتابونه یې له یوازیتوب، وسوسو او ځان وژنې ډک دي.
موراکامي تر دېرش کلنۍ پورې یوه کرښه هم نه وه کښلې. د توکیو په کوکونبونجي کې یې له خپلې مېرمنې سره ژوند کاوه. خو ژوند یې هله په بل مخ واوښت چې په دېرش کلنۍ کې جینګو سټډیوم ته د جینګو لوبې د کتلو لپاره لاړ. دی وایي، د ۱۹۷۸ز کال د اپرېل لومړۍ نېټه د غرمې یوه نیمه بجه وه. په جینګو سټډیوم کې وم. هلته څوکۍ نه وې، یوازې شین اسمان و او پر شنه چمن لوبه روانه وه. ما لوبې ته کتل او ځینې صحنې مې په ذهن کې خورا ښکلې جوړولې. په همدې سره پوه شوم چې کولی شم ښه کیسه لیکوال شم. زما اوس هم هغه پراخ او ښکلی اسمان په یاد دی.
موراکامي په لیکوالۍ کې لکه د یوه آشپز په څېر چلند کوي. له بېځایه ځان ښودلو ډډه کوي. دی د مېز شا ته کېني او د شیانو د رنګ رنګ ښودلو پر ځای اجازه ورکوي خواړه لکه څنګه چي دي، هسې ښکاره شي. دی خپل خواړه خام او پاخه دواړه په ښکاره د مشتري مخې ته اېږدي. دا د موراکامي د نثر مهمه ځانګړنه ده. موراکامي د کوبه په بندري ښار کې لوی شوی دی. دا سیمه له بهرنیو سوداګرو او بېړۍ چلوونکو ډکه وه. سیلانیان هم په دې سیمه کې هسک ټيټ کېدل. د ده کورنۍ څه ناڅه بېوزله وه. د ده پیسې د ټولو هغو کتابونو لپاره کافي نه وې چې ده یې د اخیستلو هوډ درلود. بله چاره یې نه لرله، نو زاړه کتابونه یا دویم لاس کتابونه به یې اخیستل او لوستل. له همدې امله یې لومړنۍ اړیکه له انګلیسي ادبیاتو سره پیدا شوه. ځکه د سوداګرو، سیلانیانو او بېړۍ چلوونکو دویم لاس یا کارول شوي کتابونه به یې پېرل. دا تر ډېره ساده انګلیسي او د عامو خلکو د خوښې وړ ناولونه وو.
موراکامي په ۱۹۶۸ز کال کې د واسدا د نمایشي هنرونو پوهنتون ته بریالی شو. په ۱۹۷۱ز کال کې یې له خپلې مېرمنې یوکو سره واده وکړ. موراکامي د قهوې پلورلو یو ځای ځایګی درلود او بیا یې له مېرمنې سره په ګډه یو پلورنځی جوړ کړ. دوی دواړو خپل کارځای اداره کاوه او په دې توګه یې ژوند مخ ته وړ.
موراکامي د منډې له سپورت سره ډېره مینه لرله. سره له دې چې د منډو یا ځغاستې د رسمي ټیمونو غړی و، خو تر ۳۳ کلنۍ پورې یې په هېڅ یوه سیالۍ کې ګډون ونه کړ. د ۱۱۹۶ز کال د جون په ۲۳مه یې په یوه داسې سیالۍ کې ګډون وکړ چې په هغه کې یې باید سل کیلومتره ځغاسته کړې وای.
موراکامي په لومړیو دوو- دریو ناولونو کې د نقادانو او ادبپوهانو پام ځان ته را واړاوه. ان په همدې لومړي پړاو کې یې جایزه هم وګټله، خو دا هر څه د ناروې ځنګل نومي کتاب په مقابل کې هېڅ وو. له همدې کتاب سره د موراکامي د بې پایه بریا لومړی فصل پیل شو. دا کتاب د چاپ په هماغه لومړیو وختونو کې یوازې په جاپان کې لس میلیونه وپلورل شو. د دې کتاب غبرګون دې ځای ته ورسېد چې موراکامي ته یې د شهرت تر څنګ، خطرات هم پېښ کړل.
موراکامي د جاپاني لوستونکو د جذب لپاره دا کتاب لیکلی دی. دوی د سور یالیستي سبک له ناولونو سره علاقه نه لري، خو د ناروې ځنګل بیا په همدې سبک لیکل شوی دی او ده غوښتي چې د جاپانیانو پام ځان ته ور واړوي. کتاب په کاملاً واقعګرایانه فضا کې لیکل شوی دی او لوستونکی له هر څه خوند اخلي. کتاب د یوې ځوانې جوړې په اړه لیکل شوی دی. دوی د خپل یوه ملګري تر وژل کېدو وروسته، په وسوسه او د وژل کېدو په وهم کې ژوند کوي. د دغه کتاب تر خپرېدو وروسته موراکامي د جاپانیانو رګ پیدا کوي. دوی یې په ارامه او احتیاط له ځان سره خیالي دنیا ته بوتلل. داسې یوې دنیا ته چې غیر واقعي، غیر منطقي او د تشریح وړ نه ده. بیا یې کافکا په ساحل کې، د کوکي مرغه پېښې او نورو کتابونو خپله بریا تعقیب کړه.
سکورو تازاکي او د زیارت کلونه یې نوی اثر دی. د موراکامي د نورو اثارو په پرتله د دې اثر داستان ساده او ډېر روان دی. د سوکورو څلور ملګري څو کاله وړاندې له کوم دلیل پرته له ده سره اړیکه پرې کوي. ده ته هېڅ توجه نه کوي. اوس شپاړس کاله وروسته دی پرېکړه کوي چې خپل هر یو ملګری پیدا کړي. دی غواړي له دوی وپوښتي چې ولې او په څه دلیل یې دی یوازې پرېښود. د دې ناول داستان د همدې پلټنې پر پېښو راڅرخي. د موراکامي د داستانونو عمده موضوع همدا وېرې دي. له یوازیتوب وېره، له دې وېره چې څوک دې درک نه شي کړی او له دې وېره چې هر څوک دې همداسې په خپل حال پرېږدي او لاړ شي. دا ټول د موراکامي د داستانونو بنسټ دی.
موراکامي په ۱۹۸۱ز کال کې د قهوې پلورنځي او لیکوالۍ ته مخه کوي. په ۱۹۸۲ز کال کې د وحشي مېږي ناول خپروي. په همدې کال کې دغه اثر د نوما ادبي جایزه اخلي. د ۱۹۸۴ز کال په اکتوبر کې فوجیتساوا ښار ته راځي. په ۱۹۸۵ز کال کې سنداګایا ته راځي. په ۱۹۸۵ز کال کې د عجایبو وطن او د نړۍ پای کتابونه خپروي. د ناروې ځنګل اثر یې موراکامي د شهرت اوج ته رسوي. دا کتاب په۱۹۸۷ کال کې خپروي. په ۱۹۹۱ز کال کې یې پرنستون ته کډه وکړه او په پرنیستون پوهنتون کې یې په تدریس پيل وکړ.
موراکامي ۲۹ کلن و چې لیکل یې پيل کړل. دی وایي چې تر دې وړاندې یې هېڅ شی نه وو لیکلي. یو معمولي کس و او د جاز بار یې درلود. دی پخپله وايي چې د بیس بال لوبې د کتلو پر مهال یې په ځان کې د کیسې او ناول لیکلو قوت ولید، نو همغه ناول یې چې ذهن ته ورغلی و او بیا یې خپور هم کړ. د دې ناول نوم یې (د باد اواز ته غوږ شه) دی. د همدې کتاب خپرولو موراکامي دې ته وهڅاوه چې لا ډېرې لیکنې او پنځونې وکړي. له همدې وروسته نو بیا د موراکامي ناولونه ژباړل کېدل، پلورل کېدل او ورځ په ورځ یې مینه وال ډېرېدل.
ده د عجایبو وطن او د نړۍ پای په کتاب کې د فانتیزي هنر نوي اړخونه په داستان کې راڅرګند کړل. دا یې د لیکوالۍ په سبک بدل شول او خورا شهرت یې وموند. په ۱۹۸۷ز کال کې چې د ناروې ځنګل خپور کړ. همدې ده ته نړیوال او ملي شهرت ورکړ. دا کتاب د فانتیزي یا خورا خیالي سبک پر بنسټ لیکل شوی دی. دی وایي، کله چې په جاپان کې و او بیا د ۱۹۸۶ او ۱۹۸۷ ز کلونو تر منځ له دغه هېواد ووت، نو مشهور لیکوال و. ځینو فکر کاوه چې موراکامي د شهرت په خاطر تښتېدلی دی، خو نه، ما غوښتل په یوازیتوب کې او د زړه له تله هر څه ته وګورم. زه په جاپان کې ډېر مشهور وم، خو په اروپا کې چا نه پېژندم، ځکه مې غوښتل یوازې ژوند وکړم. موراکامي اروپا او امریکا ته سفر وکړ. خو اوس په جاپان کې په کاناګوا سیمه کې ژوند کوي. امریکا او اروپا ته لا هم تګ راتګ لري. په توکیو کې کاري دفتر هم لري چې مینه وال یې ورځي او د زړه خواله ورسره کوي. دی همدا راز د نړۍ په مهمو پوهنتونونو کې لا هم د ادبیاتو او داستان لیکنې په اړه سیمینارونه ورکوي او کله کله د تدریس دنده هم پر مخ وړي.
موراکامي په نړۍ کې ستر او مشهور لیکوال دی. هغه په ۲۰۱۸ز کال کې له دوو نورو لیکوالانو سره د نوبل جایزې ته هم نوماند شو. دا په نړۍ کې د ادبیاتو په برخه کې یوه ستره جایزه ده چې هر کال لسګونه لیکوالان د نوماندۍ غوښتنه ورته کوي، خو له دې ډلې یو کس دغه جایزه ګټي. په نوبل بنسټ کې د ګډوډیو له امله بیا په ۲۰۱۸ز کال کې د نوبل ادبیاتو جایزه له نیوکو سره مخ شوه او ټاکل شوې وه چې په ۲۰۱۹ ز کال کې دغه جایزه یوه نړیوال لیکوال ته ورکړل شي. موراکامي لا هم لیکل کوي او د ناولونو په لیکلو لګیا دی. انساني ژوند یې د ناولونو مهمه برخه جوړوي، خو دی غواړي په خیالي نړۍ کې ستونزو ته حل پیدا کړي. دی د خیال او فانتیزۍ په مرسته غواړي چې د بشریت او داستاني کرکټرونو ستونزې حل کړي. نوموړي لسګونه لنډې کیسې او ناولونه لیکلي دي چې دلته یې له یادولو تېرېږو، خو د مشهورو ناولونو یادونه مو یې وړاندې وکړه.