تر هغې چې ما ته پته ده، افغانانو په کډوالۍ کې څو ډوله پاسپورټونه کارول- لومړی هغه عام پاسپورټونه چې د افغان کډوالو کمېشنرۍ اجرا کول- دا د A4 سايز يوې پاڼې دوه مخيز پاسپورټ يا سفري جواز و چې يوازې يو ځل کاريدلی شوای- د بيا ځلې سفر لپار د بلې پاڼې تر لاسه کولو اړتيا وه.
ما خپله دغه د يوې پاڼې پاسپورټ کارولی او بهرني سفرونه مې پرې کړي او تر اوسه مې خپلو اسنادو کې ساتلی دی.
دويم هغه پاکستاني پاسپورټونه وو چې ځينو ناړامو هيوادو لکه عراق- ليبيا ته د سفر پر مهال ځانګړو پلاوو يا اشخاصو ته پاکستاني لوري ورکول، خو هويت به يې افغان ليکلی و.
دغه پاسپورټ ما ليدلی- زما قبل التاريخ ملګري فضل الرحمن فاضل (وروسته مصر کې سفير) ليبيا ته د يوه پلاوي په مشرۍ په دغه پاسپورټ سفر درلود، يادو هيوادو- د يوې پاڼې پر پاسپورټ ويزه نه ورکوله.
درېيم هغه پاکستانی پاسپورټ دی چې ډيری يې له ډيجتلي هغو د مخه افغانانو خليجي هيوادو ته د کار د ويزو په موخه د پاکستاني اجنټانو په توسط جوړ کړي وو.
ښايي ياده کړو چې هغه مهال د کډوالۍ پر وخت پاليسي دا وه چې بهر ته د تلو په موخه په هر ډول جعلي اسناد ددې لپاره سترګې پټېدلې چې د نړۍ په هر ګوټ کې د شوروي پر ضد يو غږ ته زمينه برابره شوې وي.
په ۱۳۶۸کال کې ډاکټر نجيب پاکستان کې افغان سفارت او د کراچS، کوټې او پېښور له کونسلګريو په اسانه شرايطو د پاسپورټونو اجرا اعلان کړه- د پېښور پر کونسلګرۍ داسې ګڼه ګوڼه جوړه شوه چې څېرمه د عبوري حکومت د مشر صبغت الله مجددي کور پر وړاندې ګڼه ګوڼه يې تر سيوري لاندې راغله- کډوالو داسې ګڼله چې د پاسپورټ په ترلاسه کولو به سملاسي بهر ته د تلو چانس بيا مومي، ځکه خو يې دغسې يو فرصت له لاسه نشوای ورکولی.
کابل دوې ګټې کولې، د پاسپورټ له امله د عايداتو ټولول او په دغه نوښت د خپل مشروعيت سند تر لاسه کول.
يوه بله کټګوري د تنظيمي مشرانو او لويانو وه چې دوی او کورنيو ته يې سعودي پاسپورټونه ورکړي وو، خو د تابعيت په مانا نه وه.
دغو پاسپورټونو کې هم د دوی افغان هويت ثبت و.
بله هغه ټريول ډاکومنټونه او پاسپورټونه چې بهرنۍ نړۍ يا لويديز افغانانو ته ورکړي وو چې ورسره یې خپل افغاني هويت هم ساتلی شوای.
دا خو شوه د افغان کډوالو د پاسپورټونو هنګامه- اوس به راشو هغه څه ته چې پاکستاني رسنيو کې د سرور چيمه په نامه يوه ژورنالېست راپورته کړې دي.
سرور چيمه له استخباراتو سره پېيلی خبريال دی- ده هغه وخت چې پاکستاني پوځ د نواز شريف د لېرې کولو او عمران خان د راوستو پرېکړه وکړه- د پا نامه دوسيه رامخې ته او د نواز نااهلۍ ته زمينه برابره کړه.
دی له هغې وروسته په بشپړه توګه د استخباراتو لومې ته ولوېد، چې څو ورځنی غيابت کې يې دده د سر وېښتان وچ ورخريلي او په خپل خط د سر اېښودو تضمين ترې تر لاسه کړی و.
د جنرال تڼي له کودتا دوې اوونۍ وروسته د مطبوعاتو په اړه ثقافتي شورا سمينار په څنډه کې مرحوم صباح الدين کشکي د پاکستاني مطبوعاتو د نامسوولانه چلند په اړه وويل: د يادې کودتا په اړه د پاکستاني پرېس خبرونو، رپوټونو په کتو اورېدو مې ګېډه او مغزو دواړو کې څړيکې محسوسولې- داسې لګيا و چې ګويا نور کابل رژيم له يوې مخې پرځېدلی- په داسې حال کې چې رژيم کودتا ځپلې يا شنډه کړې وه.
دده په خبره پاکستاني پرېس نه کره توب ته نوک ښيي، نه دقت پام وړ بولي، اوازې څه چې د جعلي يا فېګ خبرونو بازار تود ساتي، هغه هم هغسې چې نه منطق ورسره اړخ لګولی شي او نه د ژورنالېزم په مسلک کې د نوک ځايونو لوری لرلی شي، د ريټنګ هوس لا په بل غضب ککړ کړي، ساعت پس نه، په هماغه شېبه کې د خبر بطلان ډنډوره شوی وي.
پاکستاني رسنۍ د استبلشمنټ د ګوتو په اشاره څڼې اوږې غورځوي- په دې کې ځينې رسنۍ او مطبوعاتي پنډتان داسې دي چې استخبارات يې خولې ته د خپلې خوښې ټکي خبرونه غورځوي او دوی نشي کړای ان محکمې ته هم ددغه سورس يا سرچينې نوم واخلي.
بل يې هغه مطبوعاتي پنډتان دي چې له پوځي استبلشمنټ سره په اړيکه کې يې مخه يا باور موندلی او ددغه باور د خونديتابه د ساتلو په کړاو لالهانده دي- نپوهېږي څه وړ کولای شي هم دغه تار ترې سست نشي او هم په خلکو کې خپل اعتبار وساتلی شي.
ويره يې دومره سر ته ختلې وي چې غټ مطبوعاتي پنډتان يې هم پوځ ته په اشاره ايله اوږو ګوتو لګولو مخه موندلی شي، که نه بيا د اسلام اباد پر ځای کراچۍ کې هم ګېډه کې د استخباراتو شپږ ګولې ګرځوي.
پاکستان کې سياست، قضا او پرېس د پوځي استبلشمنټ برمته دی- له دې پرته دری واړه د ژوندي پاتېدو ساه نشي اخيستلی، ځکه خو نه د سياست برخليک روښانه دی، نه د قضا استقلاليت پاتې دی او نه د مطبوعاتو اصالت او حيثيت خوندي دی، بلکې په دغه حمام کې دری واړه لپ لغړ ولاړ دي.
د سياست بدې ورځې چې پر بوټو د کودتا او بيا اعدام په بڼه ليدلی شو او د نواز شريف د الوتکې تښتونې هغسې پړه چې های جيکر پر ځمکه خو په هوا کې يې د الوتکې تښتولو په تور په اعدام محکومولی شو.
له همدې ځايه مطبوعاتو ټولنې ته د سالمو معلوماتو پر ځای د استخباراتو په اشاره د خلکو سترګو کې خاورو اچولو او له احساساتو سره لوبو ته کار ويلی، ځکه خو يې ورځ تر بلې خر په خټو خښ پاتې دی، له استخباراتو سره يې تړاو د پاکستاني رسنيو د تېروتنو او تېر ايستنو داستان خورا اوږد دی.
د افغانستان په اړه د ناسمو خبرونو بازار ځکه تود شو چې پاکستان د دلالۍ موقع او فرصت له لاسه ورکړ او د نړيوالو او افغان حکومتونو ترمنځ د دلالۍ له سټېجه غورځېدلی دی.
د معلوماتو له مخې کابل له لويديز او نړۍ سره د پاکستان له دلالۍ پرته د اړيکو، يا راشه درشې کانالونه موندلي دي.
ځکه خو اوس نه کوم مشر نولس ځله د پاکستان په درشل تندی سولوي، نه يې الوتکه په چکلارله اير فورس کې په پټه د ناستې اړتيا ګوري، بلکې د مرستې الوتکه يې هم څوک کوزېدو ته نه پريږدي.
پاکستان ځکه ورخطا دی چې د کډوالو په ګډون يې تر خوږ ګوته د افغانستان د نيولو چانسونه له لاسه وتلي يا په وتو دي.
د جعلياتو يې دا حال دی چې د جنرال ضيا په واکمنۍ کې يې د ملګرو ملتونو غونډې ته د وينا پر مهال له اسلام اباد څخه د قاري خوشي محمد ازهري تلاوت ورسنجاق کړ- چې له امله يې ډير پاکستان کې په واه واه او چکچکو خپلې زارې شنې کړې وې.
هغه څوک چې له کلونو په تور لېست کې د سفري بنديزونو سره مخا مخ وي پاسپورټ ته څه اړتيا لري- يوازې پاسپورټ لرل ورته سفر ممکن ګرځولی شي؟
پوښتنه دا ده چې سرور چيمه څنګه سترګې دومره مړې ساتلې شې چې د لس مليوني جايزې هوس يې پر زړه نه شي اوريدلی، په داسې حال کې چې ايمل کانسي د پاکستان د لوړ مقام په جاسوسۍ په تخته کړای شو- هلته چې امريکايانو خپلو کې ويل: پاکستانيان د دريو سوو ډالرو لپاره د خپلې مور په سودا هم درېغه نه کوي، نو چې چيمه څنګه له دغه سودا مخې اړولی…؟
د کورنيو چارو وزير چې څو ځله دی او کورنۍ يې د امريکايانو لخوا په نښه شوي، څنګه کولای شوای بهرني هيواد ته سفر وکړي؟
د دوحې مذاکرات له پيله تر پراخ نړيوال رسنيز چتر لاندې ترسره کېدل- بيا هم پوښتنه دا ده چې کوم بل خبريال او رسنۍ څرنګه مذاکراتو کې د کورنيو چارو وزير ګډون نشوای رسنيز کولای؟
د انس حقاني دوسيه ما دده له بندي کېدو وروسته ملي امنيت کې مطالعه کړې، ده افغان پاسپورټ کارولی نو چې افغان پاسپورټ ته لاسرسی و پاکستانی د څه لپاره…؟