د لوړو زده کړو سرپرست وزیر وايي، دیني او عصري علوم دواړه د پرمختګ وسیلې دي. نوموړي د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته په یوه غونډه کې وايي، د سرپرست حکومت رهبر تل دا سپارښتنه کوي چې باید علم د کیفیت پر معیار برابر شي او د ظرفیت له پلوه کمزوري کسان و نه ګومارل شي.
































