د کډوالۍ نړۍوال سازمان وایي، د روان زېږیز کال له اپرېل میاشتې تر جونه ۸۵۸زره او ۱۷۰ تنه له ایران او پاکستانه، افغانستان ته راګرځېدلي او ۵۳۲زره او ۸۵۴ تنه بیا دغو هېوادونو ته کډوال شوي دي. دغه سازمان په خپل درې میاشتنې راپور کې ویلي، ۵۶ سلنه دغه افغانان په جبري توګه، ۴۶ سلنه په خپله خوښه او ۳۹ سلنه هم د اقتصادي ستونزو له امله له ایرانه راستانه شوي دي. دغه راپور کې راغلي ۷۴ سلنه افغانان بیا په خپله خوښه او ۱۹ سلنه هم د نا امنۍ او ځاني نه خوندیتوب له امله له پاکستانه راستانه شوي دي. په راپور کې راغلي، له ایرانه او پاکستانه بیا ډېری افغان ښځې له دې امله راستنې شوي، چې دغو هېوادونو کې یې ځان خوندي نه حس کاوه. د کډوالۍ نړۍوال سازمان وایي، دغه شمېرې یې په تورخم، سپین بولدک، اسلام کلا، ابونصر فراهي، انګور اډه او ډنډ پټان بندرونو کې له څه د پاسه ۸۱ زره افغانانو سره تر مرکو وروسته خپرې کړې دي.








