ایران وایي د ناټو او امریکا الوتکې په افغانستان کې د نشه يي توکو په لېږد رالېږد کې ونډه لري. په ایران کې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې د ادارې مشر سردار سکندر مومني وایي په ۲۰۰۰ کال کې په افغانستان کې ۲۰۰ ټنه نشه يي توکي تولیدېدل خو اوس دا شمېره ۹ زره ټنه ته رسېدلې ده. د نوموړي په خبره په افغانستان کې ناټو او امریکايي ځواکونه د نشه يي توکو په کښت او قاچاق کې ډېر لور لري ځکه ددغه دواړو لورو الوتکې په افغانستان کې د نشه يي توکو په لېږد رالېږد کې ونډه لري. ایران تر دې وړاندې هم دغه ډول ادعا کړې ده او تر څنګ یې دا هم ویلي وو چې امریکا په سیمه کې د ترهګرۍ او جګړو په پراختیا کې رول لري.
































