چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home څېرې

کریسټف کولمب

Spogmai Radio by Spogmai Radio
سپتمبر 1, 2020
in څېرې
0
کریسټف کولمب
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

کریسټف کولمب ایټالیوي سوداګر او په سیندونو ګرځېدونکی و. د ده په اړه پوره معلومات نشته، خو لاس ته راغلي معلومات ښيي چې هغه په ۱۴۵۱ز کال کې د اکټوبر په ۳۱ مه د اېټالیا په جونوا ښار کې زیږېدلی دی. ویل کېږي چې هغه په اتفاقي توګه د امریکا لویې وچې ته ورسېد او دغه ستره قاره یې کشف کړه. د معلوماتو له مخې، کولمب ته د کاسټېل پادشا ماموریت وسپاره چې د لوېدیځ له لوري هند ته ځان ورسوي چې په همدې لړ کې یې په ۱۴۹۲ز کال کې په اتفاقي توګه بېړۍ له اطلس بحر تېريږي او امریکا ته رسېږي. هغه وخت امریکا ناپېژندل شوې وچه وه او خلک یې له تمدن او پرمختګ لرې پاتې وو.

کرېسټف کولمب د نړۍ په تاریخ کې د بحث پاروونکو څېرو له ډلې ګڼل کېږي. له دې ډلې تاریخ لیکوال په تېره سورپوستي تاریخپوهان په دې باور دي، چې کولمب په نړۍ کې د کشمکش او قتلونو سبب شوی دی. د دوی په خبره، دی په مستقیمه او غیر مستقیمه توګه د میلیونونو سورپوستو په وژلو کې ښکېل دی. همدا راز دی د اروپا له لوري د امریکا د استعمار سبب هم بلل کېږي، خو ځینې نور بیا برعکس دی د تمدن غوړوونکی بولي. دوی وايي، کولمب د دې سبب شو چې غربي فرهنګ د امریکا تر وچې ورسېږي او د دې وچې خلک له تمدن او نوي ژوند سره بلد کړي.

You might also like

ډاکتر عبدالوکیل خان

ممنون مقصودي

عثمان کاکړ

د تاریخپوه ډيویډ ایکورن په خبره، د کریسټف کولمب اصلي نوم جان کولون و. بیا یې خپل نوم په کریسټوفر کولمبوس بدل کړ. خو اوس په نړۍ کې په کریسټف کولمب مشهور دی. مور یې سوزانه فونټه روسا نومېده. د ژوند د لومړنیو کلونو په اړه یې هم کافي معلومات نشته. تاریخپوهان وايي چې دی د ایټالیا د جونوا  تبعه دی. ځينې نور یې بیا هسپانوی بولي. پلار یې دومنیکو کولمبو نومېده چې سوداګر و او له حکومت سره یې هم اړیکې لرلې. مور یې بیا د یوه وتلي سوداګر لور وه، نو کولمب په یوه شتمنه کورنۍ کې لوی شوی و. کولمب تر ځان درې واړه وروڼه او یوه خور هم لرل. په ۱۴۷۰ز کال کې یې کورنۍ د ژوند او سوداګرۍ لپاره ساوانو ته کډه شوه. په همدې ځای کې کولمب او ورور یې نه یوازې چې خپلې سوداګرۍ ته ادامه ورکړه؛ بلکې د نقشې د جوړولو او نقشې د کارولو هنر یې هم زده کړ. کولمب رسمي تحصیلات نه دي کړي او تر ۲۴ کلنۍ پورې یې لیکل او لوستل هم زده نه وو. ده هیله لرله چې د بېړۍ چلوونکی شي، مشر یې وي او لرې لرې سفرونه وکړي. وروسته وروسته یې زده کړې پيل کړې، هڅې یې وکړې، ځان یې پوه کړ او د بېړۍ چلولو، سفر کولو او نقشې کارولو مهارتونه یې زده کړل. کله چې د لیک لوست شو، نو ویل یې چې په سخته مطالعه او هڅه به د رسمي زده کړو د نه لرلو تشه ډکوي او خپله دا نیمګړتیا به له منځه وړي.

کولمب د کښتۍ چلولو په تمه په ۱۴۷۴ز کال کې د خپل پلار له پخوانیو ملګرو سره کار پیل کړ. دوی د سپينولا پانګه وال وو، چې کښتۍ یې لرلې او سفرونه به یې کول. همدلته یې په ايژه سمندرګي کې پوره یو کال د خیوس جزیرو ترمنځ په سفرونو او تګ راتګ تېر کړ. کولمب لنډه موده خپل کور ته راغی او بېرته خیوس ته لاړ.

په ۱۴۷۶ز کال کې دا فرصت ورته برابر شو چې له سوداګرو سره یو ځای د لومړي ځل لپاره اطلس سمندر ته سفر وکړي. دوی سنټ وینسنټ ته رسېدلي وو چې فرانسوي سمندري غلو ورباندې یرغل وکړ او کښتۍ ته یې اور ورته کړ. ویل کېږي چې کولمب له دې پېښې ځان وژغوره او دا چې سمندر ته لوېدلی و، نو اړ شوی و چې پوره ۹.۶۵ کیلومتره لامبو وکړي او ځان وژغوري.

په ۱۴۷۷ز کال کې پرتګال ته لاړ. په هغه وخت کې دا ډېره مهمه سیمه وه او د اروپايي هېوادونو ټولې بېړۍ به دلته راتلې بیا به د انګلیستان، ایرلنډ، ایسلنډ، مادایر، ازور جزیزو او افریقا په لور روانېدې. کرسټف او ورور یې دلته د پرتګال په پلازمېنه کې د نقشو له جوړولو خپل کار پیل کړ. څه موده وروسته کولمب د واړه سوداګر په توګه له یوې پرتګالي بېړۍ سره یو ځای شو. هغه دوه کاله پرله پسې د خوږو او بورې د سوداګرۍ لپاره د مادایر، ایرلنډ او ایسلنډ ترمنځ تګ راتګ کاوه. وروسته یې افریقا ته سفرونه وکړل او بیا د پرتګال د حکومت له لوري په ګینه کې د سوداګرۍ د برخې د استازي په توګه وګومارل شو.

په هغه وخت کې سوداګرو نه یوازې سوداګري کوله؛ بلکې د هېوادونو په تېره د استعماري قدرتونو لپاره د معلوماتو ټولولو کار یې هم کاوه. دوی به د لښکرو او پوځونو لپاره لارې پيدا کولې او بیا به یې خپلو حکومتونو ته په اړه معلومات ورکول. د دې تر څنګ دوی خپل فرهنګ غوړاوه، دینونه یې هم خپرول، جګړو کې یې په غیر مستقیمه توګه ونډه اخیسته او هغه د اروپا او اسلامي نړۍ ترمنځ کشمکش و چې سوداګرو به په دغه کشمکش کې ډېره ونډه لرله.

د کولمب په وخت کې اروپاپانو هند ته د تګ لپاره مستقیمه لار نه لرله. دوی به جنوب ته تلل، له افریقا به تېرېدل، د هند په سمندر کې به یې ځان دې هېواد ته رساوه. په ۱۴۸۰مه لسیزه کې کولمب هم هند ته د سفر خیال په سر کې درلود، خو ده په هغه وخت کې پر تللو لارو تګ ته زړه ښه نه کړ، بلکې د معمول خلاف یې پر بله لار سفر پيل کړ. ده غوښتل له اروپا په مستقیمه توګه حرکت وکړي او د اطلس سمندر له لارې ځان اسیا ته ورسوي.

د ۱۴۹۲ ز کال د اګسټ په درېیمه کولمب له خپلو ملګرو سره د دریو بېړیو په ملتیا له لافرونترا ووت. له دوی سره یوه لویه او دوې وړې کښتۍ روانې شوې. د یوې کښتۍ نوم پنتا، د بلې یې نینا او د درېیمې یې نینای موګر و. دوی د کولمب په خوښه په مستقیمه توګه په اطلس سمندر کې د اسیا په لور روان شول. دا لاره او سفر خطرناک و، ځکه اروپايانو هېڅ وخت په دې لار او په دې ډول سفر نه و کړی. ټول هم له انسانانو، هم له سمندري ژوو، څپو او توپانونو وېرېدل، خو کولمب پر خپله خبره ولاړ و.

کولمب چې تر اوږدو سفرونو په تصادفي توګه امریکا ته ورسېد، دا قاره یې کشف کړه، نو په ۱۴۹۳ز کال کې یې د هسپانیې  پادشا ایزابل او ملکې ته یو لیک وليکه. په دې لیک کې یې د دې سیمې د خلکو، بوټو، ژوو او اقلیم په اړه پادشا ته معلومات ورکړل.

له همدې وروسته کریسټف کولمب له ۱۴۹۳ تر ۱۴۹۶ز کال پورې له اوولسو مجهزو بېړیو سره یو ځای د امریکا د نیولو لپاره دغه هېواد ته لاړ. له ده سره ۱۲۰۰ کسان په دې سفر کې شامل وو چې موخه یې هم له امریکا د مستعمرې جوړول وو. دوی غوښتل امریکايي بومي وګړي وځپي او خپل حکومت جوړ کړي. په لومړي سفر کې یې جنوبي برخې انتخاب کړې، له ۲۶ ورځني مزل وروسته مرکزي امریکا یو دومینیکا ته ورسېدل. بیا شمال لوري ته وخوځېدل، د آنتیل وړو جزیرو ته ورسېدل، ویرجین جزایر یې ونیول او دا ټول ځایونه یې د اسپانیې برخه وګڼل. وروسته خپل پخواني ځای ته راغی، هغه ځای ته چې د امریکا د کشف پر مهال ورته راغلی و. دا سیمه یې هیسپانولا نومولې وه. خو کله چې ورسېد، ټول ځایونه یې له خلکو خالي ولیدل. پخواني ملګري یې چې دلته ورسره راغلي وو، یو هم نه و. ټول له ځايي امریکایانو سره په جګړو کې وژل شوي وو. ده د خپلې هستوګنې پر مهال یوه لویه کلا او د یوه واړه شهرک د پیل چارې پيل کړې. هغه په همدې ماموریت کې له شرق تر غرب د کیوبا څنډې هم وکتې او سفرونه یې وکړل. ده هلته ډېر کارونه وکړل، د خپلو خلکو او ملګرو لپاره یې ځایونه جوړ کړل او چارې یې خپلو وروڼو ته وسپارلې.

کولمب په ۱۴۹۸ز کال کې د درېیم ځل لپاره امریکا ته لاړ. په دې سفر کې هیسپانیولا ته تر رسېدو مخکې یې ترینیداد جزیره کشف کړه. له دې سره جوخت په امریکا کې د هغو کسانو ژوند هم له خطر او ګواښونو سره مخ و، چې له کولمب سره په دویم سفر کې یو ځای راغلي وو. دا هغه کډوال وو، چې د کولمب ژمنې یې اورېدلې وې او د ډېرو پیسو د ګټلو په تمه امریکا ته تللي وو. دوی له خپل وضعیت ناخوښ وو او د هسپانیې له حکومت یې غوښتل چې کولمب ګوښه کړي. کولمب چې له بومي امریکایانو سره په جګړه بوخت و، د خپلو شاوخوا کسانو دې چلند غوسه کړ، غبرګون یې وښود او خپل څو نږدې ملګري یې د نافرمانۍ په جرم اعدام کړل. خو ځینې نور چې کله له امریکا راستانه شول، په هسپانیه کې یې حکومت ته د کولمب له کمکاریو او ناسم مدیریت شکایتونه وکړل. دوی ویل چې هغه یو بې کفایته دی او باید پر وړاندې یې اقدام وشي. پادشا او ملکي هم د فرانسیسکو په نامه یو څېړونکی دې شکایتونو ته د رسیدګۍ مامور کړ. هغه په ۱۵۰۰ز کال کې امریکا ته لاړ، همدا چې هلته ورسېد، له ځنډ پرته یې کولمب او وروڼه له دندو لرې کړل او مستقیم یې هسپانیې ته ولېږل. سره له دې چې کولمب تر لږ بند وروسته ازاد شو، خو هېڅ وخت بیا واک ته ونه رسېد او نه هم حکومت هغه ته د مشرتابه اجازه ورکوله.

په ۱۵۰۲ز کال کې کولمب یو ځل بیا ژمنه وکړه چې پر ټوله نړۍ به راګرځي او خپل سفرونه یې پيل کړل. دا یې امریکا ته هم وروستی سفر و. ده غوښتل سمې لارې وپلټي، له همدې امله یې ټوله امریکا له بلیز تر پانامې غلبېل کړه او سفرونه یې پکې وکړل. په دې سفرونو کې یې کوچنی زوی فردیناند هم ورسره و. دوی غوښتل خپل سفر لا وغځوي، خو له یوه امریکايي بومي سوداګر سره یې بېړۍ ټکر شوه او دا سفر وځنډېد. د هیسپانیولا د کمکي قوې تر رسېدو پورې کولمب اړ شو چې پوره یو کال په جامایکا کې پاتې شي او له هغه وروسته بېرته هسپانیا ته راغی. په وروستیو کلونو کې کولمب له دربار سره د لومړنیو هوکړو مطابق د دې غوښتونکی شو، چې د کشف شوو ځمکو لس سلنه عواید باید ورکړل شي. خو حکومت دا ورته پلمه کړه چې ګواکې اوس د حکومت رسمي منصبدار نه دی، ځکه پخواني قرار دادونه د باور وړ نه دي. د ده غوښتنې یې رد کړې او حکومت ورسره پر خپلو کړو ژمنو عمل ونه کړ.

کریسټف کولمب تر ډېرو سفرونو او کشفیاتو وروسته د ۱۵۰۶ز کال د مې په شلمه په هسپانیا کې ومړ. هغه وصیت کړی و، چې په امریکا کې دې خښ کړل شي، خو دا چې هغه مهال په امریکا کې د دې کار لپاره مناسبه کلیسا نه وه، نو ځکه یې د هسپانیې په والادولید ښار کې خاورو ته وسپاره.  له دې سره سره یې بیا هم په ۱۵۴۲ز کال کې جسد له خاورو و ایستل شو او هیسپانیولا ته ولېږدول شو. یو وخت د فرانسې او هسپانیې ستونزه پېښېږې، بیا د کولمب جسد له هیسپانیولا کوبا ته لېږدول کېږي. په ۱۸۹۸ز کال کې چې کله کولمبیا خپله خپلواکي اخلي، بېرته یې جسد له اطلس سمندر تېرېږي او هسپانیې ته لېږدول کېږي. خو لا هم دا دقیقه نه ده معلومه چې په رښتینې توګه د کولمب د وجود پاتې شوني په کوم هېواد کې دي.

شفیق امیرزی

Previous Post

ارګ؛ هر څه جنجالي کوي

Next Post

څه ډول له رسمي کار وروسته په کور کې هم پیسې وګټو؟

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

ډاکتر عبدالوکیل خان
څېرې

ډاکتر عبدالوکیل خان

by Spogmai Radio
اگست 10, 2021
ممنون مقصودي
څېرې

ممنون مقصودي

by Spogmai Radio
اگست 3, 2021
عثمان کاکړ
څېرې

عثمان کاکړ

by Spogmai Radio
جولای 27, 2021
نصیر احمد احمدي
څېرې

نصیر احمد احمدي

by Spogmai Radio
جولای 13, 2021
رسول باوري
څېرې

رسول باوري

by Spogmai Radio
جولای 9, 2021
Next Post
څه ډول له رسمي کار وروسته په کور کې هم پیسې وګټو؟

څه ډول له رسمي کار وروسته په کور کې هم پیسې وګټو؟

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

شهباز شريف به له چين څخه رسمي ليدنه وکړي

مې 22, 2026
هند افغانستان ته د ۹ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه

هند افغانستان ته د ۹ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه

جنوري 4, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved