سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

ارګ؛ هر څه جنجالي کوي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
سپتمبر 1, 2020
in تبصرې
0
ارګ؛ هر څه جنجالي کوي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د مصالحې عالي شوار د غړو په اړه د ولسمشر فرمان جنجالي شوی دی. د دې شورا د ځینو غړو لخوا د غړیتوب له نه منلو وروسته، اوس ډاکټر عبدالله هم دا شورا نه مني او وايي چې دا د ولسمشر نه، بلکې د مصالحې د عالي شورا صلاحیت دی چې دا شورا جوړه کړي. د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دې شورا په اړه د ولسشمر فرمان ته اړتیا نشته. په اعلامیه کې د عبدالله او اشرف غني تر منځ د سیاسي هوکړه لیک پر «ب» بند استناد شوی چې پکې ویل شوي: «د ملي مصالحې عالي شورا له ولسمشر، سیاسي طرفونو او رهبرانو، د ملي شورا د دواړو مجلسونو له رییسانو، مدني ټولنې او د هېواد له نخبه ګانو سره په مشوره، تشکیلېږي».

د ارګ لخوا د سولې په برخه کې هره هڅه د دې پر ځای چې له سولې سره مرسته وکړي، نوې لانجې زیږوي او د سولې له اصلي بحث څخه خلک منحرفوي او پر فرعي او بې ارزښته مسایلو یې بوختوي. د مصالحې عالي شورا په اړه د ولسمشر فرمان هم همداسې یو ګام و. دې فرمان څو اساسي ستونزې لرلې. لومړۍ ستونزه دا وه چې له ډېرو غړو سره یې مشورې نه وې شوې او پرته د هغوی له اجازې په شورا کې راوستل شوي وو. دویمه ستونزه دا وه چې د حامد کرزي او ګلبدین حکمتیار په شان کسان یې د عبدالله مامورین او تر لاس لاندې کسان کړي وو. درېیمه ستونزه پکې دا وه چې په شورا کې ځینې ډېر مهم کسان هېر شوي وو او ځینې ډېر نامهم پکې اخیستل شوي وو. څلورمه ستونزه دا وه چې شورا ټول‌شموله نه وه او د ډېرو سیمو، ولایتونو او آن قومونو استازي پکې یا هېڅ نه وو او یا هم کم وو. تر دې ګردو مهمه او لویه ستونزه پکې دا وه چې یوه لویه برخه کسان، سیاسي ګوندونه او اړخونه ټول حکومتي شوي وو چې دا نه د دغو اړخونو غوښتنه وه او نه هم دې چارې له سولې سره مرسته کولی شوی.

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

پر دغو ټولو ستونزو سربېره، ولسمشر بیا هم له خپل شریک او د مصالحې شورا له مشر ډاکټر عبدالله سره له مشورې او د هغه له توافق پرته دا کار وکړ. پایله یې پراخ اختلاف دی. اوس به ولسمشر له اوږدو لانجو وروسته خپل فرمان بېرته اخلي او ستونزه به په یو ډول دوام کوي. ولسمشر له ډاکټر عبدالله سره په ناقانونه ډول واک وویشه، خو چې کله یې دا کار وکړ او هوکړه لیک یې ورسره لاسلیک کړ، نو بیا پکار ده چې دغه هوکړه لیک ته ژمن پاتې شي. له بده مرغه هم لاسلیک کوي او هم بیا پرې عمل نه کوي. له همدې امله نیم حکومت فلج دی او له همدې امله د مصالحې عالي شورا غړي نه وو او چې اعلان شول، نو جنجالي شول.

اصلي خبره دا ده چې ارګ پر هر څه ملنډې وهي، سوله نه غواړي او غواړي هر څه جنجالي کړي. له همدې امله پر جرګه ملنډې ووهل شوې، ټول حکومت سرپرست دی، نیم حکومت فلج دی، د مصالحې عالي شورا جنجالي شوې، د سولې خبرې ورکې دي او جګړه زیاتیږي. تر هغو چې په ارګ کې دا کړۍ واکمنه وي او تر هغو چې دوی له هر څه سره داسې لوبې کوي، نو زموږ حالت به ورځ تر بلې خراب شي، نه به مو حکومتولي سمه شي او نه به هم د سولې خوند ووینو. له همدې امله یا باید د ارګ د واکمنو فکر او کار بدل شي او یا هم ځای او مقام.

Previous Post

د ګډ حکومت د هوکړې له مخې د ډاکټر عبدالله عبدالله لس نوماند وزیران معرفي شول

Next Post

کریسټف کولمب

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
کریسټف کولمب

کریسټف کولمب

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د ټولګټو وزارت سرپرست کابل کې د ایران له سفیر سره کتلي

د ټولګټو وزارت سرپرست کابل کې د ایران له سفیر سره کتلي

اپریل 30, 2025
له افغانستان وتلو او ماتې امریکايي نظامیان ناهیلي کړي

له افغانستان وتلو او ماتې امریکايي نظامیان ناهیلي کړي

فبروري 9, 2022

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved