چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home افغانستان

د ګډ حکومت د هوکړې له مخې د ډاکټر عبدالله عبدالله لس نوماند وزیران معرفي شول

Spogmai Radio by Spogmai Radio
سپتمبر 1, 2020
in افغانستان
0
د ګډ حکومت د هوکړې له مخې د ډاکټر عبدالله عبدالله لس نوماند وزیران معرفي شول
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله عبدالله تر منځ د شوي توافق پر اساس، د نوموړي تازه لس وزیران وزارتونو ته د سرپرست په توګه ور معرفي شول. د راپورونو له مخې، ولسمشر غني پرون د جلا فرمانونو له مخې له ډاکټر عبدالله عبدالله سره د هوکړې مطابق لس تنه سرپرست او نوماند وزیران معرفي کړي دي. د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي تېره ورځ په خبري کنفرانس کې وویل چې د هوکړې د پاتې مواردو د عملي کېدو چارې هم روانې دي او هڅه کېږي چې د پیاوړي حکومت د جوړولو لپاره اقدام وشي.

سره له دې چې د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې له ناندریو ډکې وې، نو دوه مخکښ ټاکنیز سیالان دې ته تیار شول چې د ګډ حکومت د جوړولو لپاره هوکړه سره وکړي. د هوکړې له مخې به نیمایي کابینه د ډاکټر عبدالله عبدالله له لوري معرفي کېږي چې تر دې دمه پر دغه مورد عمل نه و شوی. پرون حکومت تازه پرېکړه کړې چې د لسو وزارتونو لپاره به د ډاکټر عبدالله عبدالله له ډلې نوماند او سرپرست وزیران معرفي کوي.

You might also like

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وایي چې د جلا جلا فرمانونو له لارې ولسمشر غني د لسو وزارتونو لپاره نوماند وزیران او سرپرستان معرفي کړي، چې ډېر ژر به ولسي جرګې ته د باور رایې د اخیستلو لپاره معرفي کړل شي. د صدیقي په خبره: ((د جمهوري اسلامي افغانستان کابینه مکمله شوې ده، چې دوی به ډېر ژر ولسي جرګې ته د باور رایې د اخیستلو لپاره ور معرفي کېږي)).

د صدیقي په خبره، بشیر احمد تینج د کار او ټولنیزو چارو، نثار احمد غوریاني د صنعت او سوداګرۍ، قدرت الله ذکي د ترانسپورت، معصومه خاوري د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ، انورالحق احدي د کرنې، محب الله صمیم د سرحدونو او قبایلو، فضل احمد معنوي د عدلیې او نور رحمان اخلاقي د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو وزارت د نوماند او سرپرست وزیرانو په توګه ټاکل شوي دي.

صدیقي د دې تر څنګ د سولې او بین الافغاني خبرو د پيل په اړه هم خبرې وکړې. نوموړي وویل چې افغان حکومت د سولې ملاتړی دی او په دې برخه کې یې هڅې کړې دي، خو طالبانو تر دې دمه پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی او د دې اړتیا ده چې د دوحې هوکړې له مخې هم تاوتریخوالی کم کړي او هم د بندیانو په خوشې کولو کې رښتیني اوسي. صدیقي وايي، طالبانو لا هم د افغان پوځ بندي سرتېري نه دي خوشې کړي او نه یې هم د دوی د خوشې کولو په اړه څه ویلي دي. صدیقي زیاتوي: ((دا زموږ هیله ده چې بین الافغاني مذاکرات پيل شي. موږ غواړو چې جګړه پای ته ورسېږي. دا د هر افغان غوښتنه ده. خو زموږ د زندانیانو د خوشې کېدلو مسئله هم خورا مهمه ده. دوی باید ژر تر ژره خوشې شي. هیلې شته دي، ټول اړخونه پر دې مسئله کار کوو او ژر به بین الافغاني خبرې پيل شي)).

بلخوا تازه د ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د ولسمشر غني پر هغه فرمان غبرګون ښودلی، چې له مخې یې د ملي مصالحې عالي شورا ته ځينې غړي ور معرفي شوي وو. د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله وایي، د ۱۳۹۹ کال د غویي میاشتې د ۲۸مې نېټې هوکړې له مخې، د دغې شورا د رسمیت او رامنځ ته کېدو بحث د ملي مصالحې عالي شورا له لوري له ولسمشر، سیاسي اشخاصو، ملي شورا له رییسانو، مدني ټولنې او د هېواد له نخبه ګانو سره په مشوره تشکیلېږي، نو په دې بنسټ د دغې شورا ایجاد د ملي مصالحې عالي شورا د رییس صلاحیت دی او د ولسمشرۍ ماڼۍ د فرمان ایجاب نه کوي. ارګ بیا وایي چې د دې شورا غړي ولسمشر معرفي کوي او ښایي په افرادو کې لږ او یا هم ډېر بدلون شي. ارګ ټینګار کوي چې په شورا کې باید ټول اړخونه حضور ولري او ټول د سولې لپاره کار وکړي.

Tags: Top
Previous Post

د چين نړيوالې راډيو پښتو څانګه ۴۷کلنه شوه

Next Post

ارګ؛ هر څه جنجالي کوي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي
افغانستان

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی
افغانستان

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي
افغانستان

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي
افغانستان

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي
افغانستان

نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
ارګ؛ هر څه جنجالي کوي

ارګ؛ هر څه جنجالي کوي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

سبا د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې د پولیو واکسین کمپاین پیلیږي

سبا د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې د پولیو واکسین کمپاین پیلیږي

اکتوبر 22, 2023
سروې: د امريکا په پرتله له چين سره سوداګري ګټوره ده

سروې: د امريکا په پرتله له چين سره سوداګري ګټوره ده

مې 11, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved