د سولې د خبرو په درشل کې د ولسمشر لومړی مرستیال وایي طالبانو ته د دښمن په سترګه ګوري او هېڅ وخت به تر خپلو ارزښتونو ور تېر نه شي. امرالله صالح چې نن یې د شهید اونۍ په مناسبت د لویې جرګې په تالار کې خبرې کولې وویل، دوی سرې کرښې لري او د سولې په ټولو تګلارو کې ولسمشر غني د احمدشاه مسعود د فکر ملاتړی دی. د صالح په وینا ننۍ غونډې ته د ولسمشر واضح پیغام دادی چې د سولې په ټولو خبرو کې به د احمدشاه مسعود فکر او نظر ددوی اصلي تګلاره وي او پر همدې بنسټ به له طالبانو سره د سولې خبرې مخ ته وړي. امرالله صالح دا هم وایي چې افغان حکومت خپلې سرې کرښې لري چې هېڅ وخت به طالبانو ته ترې تېر نه شي. هغه وایي په ټولو ژبو غواړي طالبانو ته دا خبره واضح کړي چې جمهوریت سره کرښه دی او حکومت له دې کرښې نه شي تېرېدلی. دده په خبره له طالبانو سره خبرې کوي خو دا په دې مانا نه ده چې له خپلو ارزښتونو به تېرېږي. امرالله صالح داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې ټاکل شوې ډېر ژر په دوحه کې د افغان حکومت د پلاوي او طالبانو ترمنځ مخامخ مذاکرات پیل شي.
































