د فوایدعامې وزارت مسوولین وایي، چې د سالنګ لویې لارې د لسمې ګالرۍ د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي او د ژمي تر را رسېدو وړاندې به بشپړې شي. د مسوولینو په خبره د تونل دننه کار تر شپاړسمې ګالرۍ او د خنجان ولسوالۍ ځینو برخو پورې بشپړ شوی دی. د سالنګ لویې لارې د بیارغونې چارې د ټولګټو چارو وزارت له لوري د هوا په نظر کې نیولو سره روانې دي او د مسوولینو په خبره، په عادي ورځو کې ۳۰۰ مترو پورې د کانکریټ چارې پرمخ وړل کېږي. سالنګ لویه لاره د هېواد له مهمو لارو شمېرل کېږي، چې پلازمېنه کابل د شمال له څو ولایتونو سره نښلوي.
































