د پکتيا د پوهنې رياست مسوولین وايي چې د مرکز ګردېز په ګډون په ۱۲ ولسواليو کې د ۱۷ ښوونځيو او ديني مدرسو ودانيو بيارغونې چارې د ۱۰ ميليونه افغانيو په لګښت بشپړې شوې. د دوی په وینا، يادې پروژې د پوهنې رياست په بودجه پلې شوې دي. د پکتيا پوهنې رییس عبدالقيوم فاروقي د يادو پروژو ګټېاخیستنې مراسم ته وويل چې په بیارغول شویو ودانيو کې ۱۵ ښوونځي او دوه دیني مدرسې شاملې دي. هغه دغهراز وويل چې پکتيا کې لاهم ۱۶۵ ښوونځي ودانۍ نهلري او شاوخوا ۱۰۰ ښوونځيو ودانۍ هم بيارغونې ته اړتيا لري. د پکتيا ولايتي مسوولینو ټینګار کړی چې په بېلابېلو برخو کې لسګونه د بيارغونې او پراختيا برخو کې پروژو چارې روانې دي.












