د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې سياسي بيورو د جنورۍ په شلمه نېټه غونډه تر سره کړه. په دې غونډه کې ((د مرکزي کمېټې سياسي بيورو له خوا د چين د ملي ولسي کانګرس د دايمي کمېټې، د دولتي شورا، د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس، سترې محکمې او لويې څارنوالۍ د ګوندي ډلو او د ګوند مرکزي کمېټې د سکرتريت کاري راپورونو د اورېدلو او څېړلو د وضعيت راپور )) او (( د ژېړ سيند په اوږدو کې د ايکولوژۍ ساتنې او باکيفيته پرمختګ د هراړخيزې پياوړتيا په اړه وړانديزونو )) بحث شوی دی. دغه غونډه د نوموړې کمېټې د عمومي منشي شي جين پينګ په مشرۍ تر سره شوه.































