په دې وروستیو کې امریکا د طالبانو په اړه د خورا نږدېوالي څرګندونې کوي. ټرمپ په خپلو څرګندونو کې ویلي چې له طالبانو سره ښه چلند کوي، بلخوا نړیوال خبري اژانسونه وایي چې د طالبانو او امریکا نږدېوالي پاکستان ورخطا کړی دی او وېره لري چې هسې نه طالبان د پاکستان پر ضد شي. ټاس خبري اژانس وایي، طالبانو له هند سره هم ګرم مذاکرات پیل کړي، څو د دغه هېواد ټولې اندېښنې رفع کړي. بلخوا ځینې امریکايي چارواکي او د امریکا له حکومت باخبره کسان بیا وایي چې د امریکا له لوري طالبانو ته ډېر نږدېوالی د واشنګټن په ګټه نه دی.
وروسته له هغه چې په دوحه کې د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې هوکړه لاسلیک شوه، دواړه لوري لا سره نږدې شول او په خپلو کې یې پر یو بل د برید نه کولو ژمنه وکړه. هغه مهال هم ټرمپ وویل چې له طالبانو سره نور دښمني نه لري او دغه ډله باید له نړیوالو ترهګرو شبکو سره خپلې اړیکې پرې کړي. اوس تازه د روسیې مشهور خبري اژانس (ټاس) په یوه مطلب کې ویلي، چې طالبان او امریکا د بل هر وخت په پرتله نږدې شوي او دې نږدېوالي پاکستان اندېښمن کړی دی.
د ټاس خبري اژانس په دغه مطلب کې راځي، طالبان او امریکا ډېر سره نږدې شوي دي او په دوحه کې د دې ډلې دفتر دمګړۍ په یوه مهم سیاسي دفتر بدل شوی، چې هره ورځ د بېلو هېوادونو سفیران په مستقیمه توګه له طالبانو سره ګوري او پر بېلو مسایلو خبرې کوي. ټاس لیکي، پاکستان له دې وېره لري چې ښايي د امریکا او طالبانو ډېر نږدې کېدل پاکستان ته ګواښونه جوړ کړي او طالبان په راتلونکې کې ان د پاکستان پر وړاندې هم اقدام وکړي. ټاس لیکي، د طالبانو او امریکا تر ټولو ډېره اندېښنه د پاکستان له استخباراتي ادارې یا ای ایس ای سره ده او دوی په دې وېره کې دي چې که طالبان یې له کنټرول ووتل، نو په پاکستان کې به کشمکشونه ډېر شي.
ټاس اژانس دا هم وایي چې طالبان دمګړۍ د ځینو هېوادونو د اندېښنو د لرې کولو په لټه کې دي. په قطر دفتر کې د طالبانو باوري سرچینو دغه اژانس ته ویلي چې د طالبانو څو مهم کسان له هند سره په تودو مذاکراتو بوخت دي او غواړي دغه هېواد قانع کړي چې دوی ورسره دښمني نه لري او راتلونکي دښمنان به یې نه وي. دې هر څه پاکستان ته اندېښنې جوړې کړې دي، ځکه رسنۍ او نړیوال په دې باور دي چې پاکستان پر طالبانو پوره نفوذ لري او د دغه نفوذ له امله دوی بریالي شول چې طالبان له امریکا سره مخامخ خبرو ته کېنوي.
بلخوا د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا طالبان هوښیار او پیاوړي خلک بللي دي او له دوی سره یې پر ښه چلند ټینګار کړی دی. تېره ورځ رویټرز خبري اژانس یو راپور خپور کړ او په هغه کې یې د ټرمپ له خولې ویلي چې طالبان هوښیار او ځيرک خلک دي. ټرمپ وایي، دوی له دې ډلې سره خپلې اړیکې پالي او په خبره یې له یوې افغان وسله والې ډلې سره یې د سولې هوکړه کړې ده او هڅه کوي چې له دې ډلې سره ښه چلند وکړي. د ټرمپ دا څرګندونې بې مخینې وې او په داسې وخت کې چې بین الافغاني خبرې روانې دي او طالبان هڅه کوي د مذاکراتو پر مېز ډېر امتیاز خپل کړي، نوموړی یې په اړه دغه ډول تودې څرګندونې لري.
بلخوا د امریکا د ملي امنیت پخواني سلاکار مک ماسټر بیا ویلي، چې ټرمپ د افغان حکومت پر وړاندې عقديي چلند لري، خو له طالبانو سره یې چلند خورا له نرمښت ډک دی. هغه ویلي وو، دا هر څه د امریکا د ملي ګټو په زیان دي. بلخوا په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ خبرې لا هم پر ځینو مسایلو د اختلاف له امله په رسمي توګه نه دي پيل شوې او د اجنډا پر بشپړولو کار روان دی.
































