د کندهار ولایت ځايي امنیتي مسوولینو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت له رېګستان ولسوالي څخه پاکستان ته په غیرقانوني توګه د ۲۱۰ پسونو د لېږد مخه نیول شوې ده.د مسوولینو په خبره دغه څاروي د کرنې او مالدارۍ ریاست او امنې قومندانۍ ځواکونو په همکارۍ نیول شوي دي. د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ویاند رسنیو ته ویلي، چې د یادو څارویو د قاچاق په تور درې کسان هم نیول شوي دي. د کرنې ریاست مسوولین بیا وایي چې تر بل هر وخت د څارویو بېکیفیته غوښه، درمل، واکسین او حیواني خوراکي توکو قاچاق ته پاملرنه زیاته شوې ده. دا په داسې حال کې ده، چې کابو یوه میاشت وړاندې هم د رېګستان ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د ۱۷ غوایانو د قاچاق مخه نیول شوې وه.
































