افغانستان د سولې له خبرو سره هممهاله د کورنۍ جګړې پر ډګر بدل شوی دی. عرب نیوز نشریې په یوه مقاله کې د افغانستان وضعیت ته کتنه کړې ده. سرچینه وایي سره له دې چې په دوحه کې بین الافغاني مذاکرات پیل شوي دي خو په افغانستان کې خونړۍ جګړې او د تاوتریخوالي اوج د جدي اندېښنې وړ دی. سرچینه کاږي دا چې له امریکایي او بهرنیو ځواکونو سره د طالبانو هوکړه لاسلیک شوې ده او پر دوی بریدونه نه کېږي خو د افغان حکومت پر وړاندې د طالبانو جګړې روانې دي، نو دا هر څه د کورنۍ جګړې په مانا دي. سرچینه کاږي سره له دې چې د سولې هڅې روانې دي خو ورسره جوخت افغانستان د کورنۍ جګړې په ډګر بدل شوی دی. عرب نیوز پر نړیوالو بنسټونو او د افغانستان د سولې په مسئله کې پر ښکېلو لورو غږ کوي چې ژر تر ژره دې په دغه هېواد کې روانه خونړۍ جګړه پای ته ورسوي او دواړه لوري دې اوربند او دایمی سولې ته وهڅوي.
































