چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

د روسیې د تاریخي پریکړې هرکلی؛ افغانستان نړیوالې ټولنې ته د ورګرځېدو په حال کې

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جولای 6, 2025
in تبصرې
0
د روسیې د تاریخي پریکړې هرکلی؛ افغانستان نړیوالې ټولنې ته د ورګرځېدو په حال کې
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

د افغانستان لپاره یو مهم او ستر خبر له کابل څخه خپور شو، چې د روسیې هېواد حکومت په زړورتیا سره د افغان سرپرست حکومت په رسمیت پېژندلو پرېکړه کړې ده. دا د افغانستان د خلکو او د دغه هېواد د مشروعیت په اړه یوه تاریخي او د ستایلو وړ پریکړه ده، چې افغان ولس یې په تودو احساساتو هرکلی کوي. له کابو نیږدې څلورو کلونو وروسته، چې نړیوالو لا هم د افغانستان د رسميت پېژندنې په اړه روښانه دریځ نه و نیولی، دا لومړی هېواد دی چې دا تاریخي ګام پورته کوي، چې نه یوازې د افغان ولس په روحیه مثبت اغېز کوي، بلکې نړیوالو ته هم دا پیغام رسوي چې د انزوا سیاستونه باید پای ته ورسېږي.
افغانان په بشپړه توګه پوهېږي چې نړۍ د خپلو امنیتي او سیاسي اندېښنو په اساس له افغانستان سره احتیاطي چلند کړی، خو اوس چې په هېواد کې د امنیت فضا حاکمه ده، افغان ولس له نړۍ غواړي چې دا وضعیت په سترګو وویني او د خپلو پرېکړو له لارې افغانانو ته د یو عادي، عزتمند او هوسا ژوند فرصت ورکړي. د روسیې پریکړې دا ثابته کړه چې د تعامل او تفاهم له لارې هر څه ممکن دي، او نور هېوادونه هم باید د همدې تعامل پر لور ګام واخلي.
افغان ولس د څو لسیزو جګړو، بمبارونو، کورنیو بې ځایه کیدنو او بهرنیو کډوالیو له امله له بې شمېره کړاوونو تېر شوی دی. په تېرو درېیو کلونو کې د جګړو پای ته رسېدو او د نسبي سولې فضا رامنځته کیدو سره افغانان هیله لري چې له نړیوالې ټولنې سره بېرته وصل شي او د بشري او اقتصادي حقونو په برخه کې شاته پاتې والی له منځه یوسي.
البته د افغان سرپرست حکومت هم ستر مسؤلیت دی چې له دې تاریخي فرصت څخه سمه ګټه پورته کړي. د خلکو له منځه ناخوالې، بې عدالتۍ او بې وزلۍ له منځه یوسي، ټولو هېوادوالو ته د زده کړو او کار کولو مساوي فرصتونه برابر کړي، د ښځو او نجونو په ګډون د ټولنې هرې طبقې ته دا احساس ورکړي چې د هېواد د پرمختګ برخه دي او پر نړیوال معیار برابر یو حکومت وړاندې کړي. یوازې په همدې توګه به نړۍ قانع شي چې افغانستان د رسميت، مرستو او نړیوالو تړونونو د بیا پیل لپاره وړ دی.
همدارنګه افغان ولس له نورو هېوادونو هم غوښتنه لري چې د روسیې په شان جرات او مثبت لید ولري. یوازې په تعامل او ګډو همکاریو سره کیدای شي افغانستان له اقتصادي بندیزونو او نړیوالې انزوا څخه ووځي او د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره په عادي، متوازنو او پراخو اړیکو کې شامل شي. د افغانانو اراده دا ده چې نور د جګړې او غربت په اوږدو شپو کې پاتې نشي، بلکې له اوسني فرصت څخه په استفادې سره د عزتمند ژوند لپاره ګام پورته کړي.
د روسیې دا زړوره او پرځای پریکړه د نړیوال سیاست په ډګر کې یو نوی بحث پرانیستلای شي چې ایا نور هېوادونه هم دا جرئت لري چې د افغان ولس له اوږده کړاو وروسته په عمل کې همکاري وکړي او د تعامل لاره غوره کړي. په حقیقت کې دا د افغانستان او سیمې د ثبات په ګټه ده چې دا ډول نوښتونه ډېر شي، څو یو ځل بیا افغان ولس د نړۍ د کورنۍ فعال او مثبت غړی وګرځي او له بشري مرستو، اقتصادي فرصتونو او پرمختګونو ګټه واخلي.
هېواد ته د سولې راتګ، که څه هم نیمګړتیاوې لري، بیا هم د جګړې په پرتله ستره لاسته راوړنه ده. افغانان د دې سولې د ټینګښت لپاره د نړۍ ملاتړ ته اړتیا لري. اوس د افغان سرپرست حکومت لپاره وخت دی چې له دې نړیوال فرصت څخه د خلکو د هوساینې او پرمختګ په موخه سم او شفاف مدیریت وکړي.
د افغانانو هیله دا ده چې دا لړۍ یوازې د روسیې په اعلان بسنه ونه کړي، بلکې نورو هېوادونو ته هم الهام ورکړي چې په رښتینې مانا د تعامل سیاست ته غاړه کیږدي او افغان ولس ته د هوسا ژوند کولو فرصت ورکړي. دا به یوازې د افغانستان په ګټه نه وي، بلکې د سیمې او نړۍ د ثبات لپاره به هم یو اغېزناک او ستر ګام وي.

Previous Post

مجاهد: له ټولو هېوادونو سره دوستانه اړیکې غواړو

Next Post

یووالی او همکاري د چین د پرمختګ راز دی

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post

یووالی او همکاري د چین د پرمختګ راز دی

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

هند: پاکستان د واګه بندر؛ له لارې د افغانستان او هند سوداګرۍ ته اجازه نه ورکوي

هند: پاکستان د واګه بندر؛ له لارې د افغانستان او هند سوداګرۍ ته اجازه نه ورکوي

جون 14, 2020
امریکا: له افغانستان سره بشردوستانه مرستې لا ډېروو

امریکا: له افغانستان سره بشردوستانه مرستې لا ډېروو

جنوري 12, 2022

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved