د بريکس د غړيو هېوادونو ۱۷مه سرمشريزه به ژر د برازيل په ریو دي جانیرو کې تر سره شي. دغه غونډه به (( د لا ټولشمول او پایدار مديريت لپاره د سراسري جنوب همکارۍ پياوړتيا)) تر عنوان لاندې روانه وي.
د یو شمېر هېوادونو کارپوهان په دې اند دي، چې دغه غونډه به په بريکس کې د نوي غړي هېواد اندونيزیا او د لسو نويو همکاريزو هېوادونو له شاملېدو وروسته لومړنۍ سرمشريزه وي، په عين وخت کې به يو شمېر مخ پر ودې اقتصادونه، پرمختيايي هېوادونه او نړيوال او سيمه ييز سازمانونه په بلنې سره پکېګډون وکړي. په دې سره دغه غونډه پراخ استازيتوب لري او د مخ پر ودې اقتصادونو او پرمختيايي هېوادونو ترمنځ يووالی او همکارۍ به لا نورې پياوړې کړي، د نړۍ څو قطبي کېدو او د اقتصاد نړیوال کېدو ته به وده ورکړي او نړۍ ته به د سراسري جنوب غښتلی ځواک وښيي.
بريکس د سراسري جنوب اغېزه نوره لويه کړې
د ۲۰۲۵م کال په جنورۍ، اندونيزيا د بريکس هېوادونو په همکاريز ميکانيزم کې ګدون کړی او له دې امله د بريکس د رسمي غړيو هېوادونو شمېر ۱۱ ته رسېدلی دی. د همدې کال په جون مياشت کې ويتنام په رسمي توګه د بريکس همکاريز هېواد ګرځېدلی دی. په دې سره بريکس لاپراخ شوی او اغېزه يې هم لوړه شوې ده.
اوسمهال د بريکس هېوادونو مجموعي نفوس د نړۍ له نيم څخه زيات دی او د مجموعي اقتصاد اندازه يې شاوخوا د نړۍ ۳۰ سلنه جوړوي. نوبتي رئيسه هېواد برازيل د بريکس په رسمي ويبپاڼه کې ليکلي، چې د پيسو نړيوال صندوق د شمېرنې له مخې، په ۲۰۲۴ مکال کې د بريکس هېوادونو د جي ډي پي زیاتوالی په عومومي توګه ۴ سلنې ته رسېدلی، په عين وخت کې د نړۍ د جي ډي پي زياتوالی يوازې ۳ اعشاريه ۳ سلنې ته رسېدلی دی.
بریکس د نړۍ مديريت (Global Governance) اصلاح کړی
اوسنۍ نړۍ د نويو کړکېچونو او بدلونونو پړاو ته ننوتلې او له ډېرو ستونزو سره مخ شوې . د نړۍ څو د قطبي کېدو مساوي او منظم بهیر او د اقتصاد د نړيوال کېدو ګټور او ټولشموله بهير د نړيوالې ټولنې، په تېره بيا د سراسري جنوب ګډه هيله ده.
برازيل د بريکس د سږني نوبتي رئيسه هېواد په توګه د بريکس همکارۍ لپاره دغه شپږ برخې ((د روغتيا په برخه کې نړیوالې همکارۍ، تجارتي پانکونه او پولي بنسټونه، اقليمي بدلون، د مصنوعي ځيرکتيا مديريت، څواړخيزتوب او د امنيتي چوکاټ اصلاح)) مهمې بللې دي. له فبرورۍ څخه تر جولای پورې، د بريکس هېوادونو په برازيل کې څه باندې ۱۰۰د وزيرانو په کچه او تخنیکي غونډې تر سره کړې، څو د نړيوال اداري سیسټم په اصلاحاتو کې د مخ پر ودې اقتصادونو او پرمختيايي هېوادونو ونډه پياوړې کړي.
په بريکس کې د چين ځواک نور زیات شوی
برازيلي کارپوه کارکوس کوردېرو پيرېس ويلي، چې چین د بريکس همکارۍ په ميکانيزم کې تر ټولو لوی اقتصاد دی. د چين د کمربند او لارې وړانديز د بريکس غړو او نورو پرمختيايي هېوادونو ته نور زیات همکاريز فرصتونه رسولي دي، همدا رنګه د نړیوال پرمختګ، نړیوال امنيت او نړیوال تمدن په اړه د دغه هېواد نوښتونو د لا عادلانه او معقول نړيوال نظم د جوړولو لپاره غوره پلان جوړ کړی دی.
د برازيل د ریو دي جانیرو ايالتي پوهنتون د نړيوال سياست او اقتصاد کارپوه جوناسان ماتوس ويلي، چې د بريکس د نوي پرمختګ بانک مقر د چين په شانګهای کې جوړ شوی، د همدغه هېواد په نوښت او هڅو د اسيا د بنسټيزو تاسيساتو پانګونې بانک جوړ شوی او ((کرمند او لارې)) نوښت عملي شوی، چې د بريکس د هېوادونو ترمنځ همکاريو ته يې باکيفيته پرمختګ ورکړی او د سراسري جنوب په پرمختګ کې يې د بريکس هېوادونو لارښوونې رول تقويه کړی دی.












