د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېټې مشر شي جين پینګ په وروستيو کې د چين اقتصادي او ټولنيز پرمختګ د ۱۵م پنځه کلن پلان د جوړولو په تړاو د انټرنېټ کارونکو د وړانديزونو د راټولولو لپاره اړوندو څانګو ته هدايت کړی او پکې يې پر دې ټينګار کړی چې ډېرو انترنېټ کارونکو د ياد پلان د جوړولو په تړاو د وړانديزونو د راټولولو په بهير کې فعال ګډون کړی چې همدا د ټول بهير د ولسي ډيموکراسۍ يوه ښه بېلګه ده.
ده زیاته کړې: زمونږ خلکو په فعاله توګه خپل ارزښتناک وړانديزونه وکړل، اړوندې څانګې دې په جدي توګه دغه وړاندیزونه تر غور لاندې ونيسي او ارزښتناک وړانديزونه دې ومني.
د روان کال د مې له شلمې نيټې څخه د جون تر شلمې نېټې پورې د دې پلان د جوړولو په تړاو د وړانديزونو د راټولولو کار په جلا جلا توګه د چين د ژن مين ورځپاڼې، د سينهوا اژانس او د سي اېم جي په شمول ځينو ويبسایټونو او ډګرونو کې پيل شوی او ترې درې ميليونه او ۱۱۳ زره وړانديزونه اراټول شوي چې همدا د ياد پلان د جوړولو لپاره ګټوره ده.































