د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د کابل – کندهار لویې لارې د څلورمې برخې د درېیمې طبقې د آسفالټ چارې د میدان وردګ ولایت اړوند سیمه کې جریان لري. نوموړي ویلي، چې د څلورمې برخې (۳۷.۶ )کیلومتره سړک چې د سیدآباد ولسوالۍ له بازار څخه پیل د غزني ولایت ترحدودو یا عزیزکلا سیمې پورې رسیږي د سب بیس، بیس کورس، ATB، بیندرکورس برخو او ۸۸ پایې پلګوټو د بیارغونې چارې تیر کال بشپړې شوې وې او دا مهال یې د درېیمې طبقې د آسفالټ (ویرینګ کورس) چارې ۲۶ کیلومتره بشپړې شوې دي او پاتې نور یې په چټکۍ سره جریان لري.
































