د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو له خپل پاکستاني سیال محمود قریشي سره پر افغان سوله خبرې اترې کړې دي. راپورونه وایي چې په دې ټلیفوني خبرو کې پر سیمهییز ثبات ځانګړې توګه د افغان سولې برخه کې د اسانتیاو پر رامنځته کولو بحث شوی دی. راپور کاږي، قریشي یو ځل بیا د افغان سولې پروسې پر بشپړ ملاتړ ټینګار کړی دی او ویلي یې دي چې دوی د سولې خبرو کې د اسانتیا برابرولو ته ژمن دي. نوموړي دغه راز د کشمیر مسئله کې د ترکیې له دریځه هرکلی کړی او ټینګار یې کړی دی چې دواړه هېوادونه په مهمو سیمهییزو او نړیوالو موضوعاتو کې ورته نظرونه لري او د سیمې ثبات په اړه به دا دوه هېوادونه خپلې همکارۍ نورې هم پیاوړې کړي.
































