د هرات-کندهار پر لویه لار د یوه ماین د چاودنې له امله دوولس ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د راپورونو له مخې نن سهار پر یو ۴۰۴ ډوله موټر د سړک غاړې ته پر ځای پر ځای شوي ماین چاودنه کړې چې له امله یې دوه کسه وژل شوي او لس نور ټپیان دي. حکومتي چارواکي وايي چې ماین د وسله والو طالبانو له لوري ځای پر ځای شوی و، خو طالبانو په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی. دغه پېښه داسې مهال رامنځ ته کېږي چې د کابل-کندهار او کندهار-هرات سړک د جګړو او ماینونو د چاودنې له امله وران ویجاړی دی او هره ورځ ددغه ویجاړیو له امله ګڼې ترافیکي پېښې رامنځ ته کېږي چې ځاني تلفات هم اړوی.
































