روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کرونا وبا ۴۴۰ نمونې څېړل شوې دي چې له ډلې یې د ۱۱۶ هغو پایله مثبته وه، له دې سره پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۴۰ زره او ۶۲۶ ته رسېدلی دی. د یاد وزارت په خبره، په همدې موده کې پر کرونا اخته څلور تنه مړه شوي او اووه نور بیا بېرته روغ شوي دي. د روغتیا وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې، تر اوسه په هېواد کې له کرونا وبا د مړه شویو کسانو ټول شمېر یو زر ۵۰۵ ته او د بېرته رغېدلیو هغه بیا ۳۳ زره او ۸۳۱ ته لوړ شوی دی. د یادونې ده چې اوسمهال د کرونا ویروس پنځه زره او ۲۹۰ پېښې فعالې دي.
































